د بوزنيا په جګړه کي په ډليزو وژنو تورن د صربيانو مشر نيول سو
۱۳۸۷ مرداد ۱, سهشنبهد بالکان په سيمه کي دجګړې يو نامتو شکمن جنايتکار رادوان کراچيچ تر د 13 کالو پټ ژوند څخه وروسته د قانون منګلو ته ورغلی دی .
دغه خبر پرون ماښام د صربستان د ولسمشر د دفتر له خوا خپور سوی او په خبر کي ويل سوي دي چي، د صربستان امنيتي ځواکونه دکراچيچ په پيداکولو او نيولو بريالي سوي دي.
نن د جګړې د شکمن جنايتکار، 63 کلن کاراچيچ څخه په بلګراد کي دهغي محکمې له خوا لومړني تحقيقات سوي چي د جګړې د جنايتکارانو محکمه بلل کيږي .
په نړيواله سويه اروپايي ټولني، ملګرو ملتونو او نورو مخورو سياسي شخصيتونو او دبشري حقونو پلوي سازمانونوله دې څخه ډيرښه هرکلی کړی دی، چي دبالکان دسيمي دجګړې يو نامتو ګوماني جنايتکار د قانون منګلو ته سپارل سوی دی.
کاراچيچ او دپخوانۍ يوګوسلاويا پخوانی پوځي مشر راتکو ميلايچ د بالکان د جګړې هغه شکمن جنايتکاران بلل کيږي چي له ډيري مودې راهيسي دهاګ دنړيوالي جزايي محکمې له خوا د دوی د نيولو حکمونه صادر سوي دي.
رادوان کاراچيچ د بالکان د جګړې په وخت کي په بوزنيا کي د صربيانو مشر بلل کيدی .
د دن هاګ د نړيوالي جزايي محکمې له خوا چي، په نړۍ کي دجګړې د ګوماني جنايتکارانو د محاکمه کولو دپاره جوړه سوې ده، په رادوان کاراچيچ باندي دا تو ر لګوي چي دی په بوزنيا کي د 8000 مسلمانانو په وژلو کي لاس لري .
رادوان کاراچيچ د 1945 ميلادي کال دجون دمياشتي پر 19 نيټه دصربستان دپات نيچکا په کلي کي زيږيدلی دی . دی په اصطلا دميز ترشا يو شکمن دجګړې جنايتکار بلل کيږي .
که سړی د ده و ظاهري بڼي ته وګوري چي شيک ګرځي نيکټايي تړي اوښې دريشۍ اغوندي نو هيڅ څوک پر ده باندي دا ګومان نه کوي چی هغه دي د 8000 انسانانو په وژلو کي لاس ولري .
رادوان کاراچيچ د 13 کالو را پديخوا پټ ژوند کوۍ که څه هم چي څو څو واري دمخه د ده د نيولو دپاره هڅي سوي وې، خو دغه هڅي بريالۍ نه وې . داسي ګومان کيږي چي، کاراچيچ، د بوزنيا او منتي نګرو د ښارونو ترمنځ په يوه کليسا کي تر اوسه ژوند کاوه.
کاراچيچ، دطب په څانګه کي خپل تحصيلات بشپړ کړي، د روحياتو سره هم علاقه لري او شاعر هم دی.