د ايطاليی نوی لمړی وزير برلوسکونی غواړی افغانستان ته لانور عسکر واستوی
۱۳۸۷ اردیبهشت ۲, دوشنبه71 کلن زيلويو برلوسکونی غواړی پخوانی محورونه بيرته فعال کړی او ځنګه چی ايطالوی کيڼ لاسه ورځپاڼه L, Unita ليکی، برلوسکونی غواړی چی د فرانسی دولس مشر سرکوزی په شان د اتو سترو صنعتی هيوادونو دمشر په توګه خپل ډيپلوماسی توانمندی وښه يی .
دی غواړی په اقتصادی ډګر کی تر هرڅه ړومبی د فرانسی د ولس مشر نيکولای سر کوزی سره دال ايطلیا د هوايی شرکت نجات په موضوع باندی خبری وکړی او بيا ولادمير پوتين ته بلنه ورکوی چی د ده په ماڼئ کی ورسر ه وګوری .
او بيا به په نژدی راتلونکی کی برلوسکونی په سپينه ماڼۍ کی د جور ج ډبليو بوش ميلمه وی . برلوسکونی هغه څوک و، چی عراق ته يی عسکر استولی و ، خو بيا د ايطالیی منځ پلوه لمړی وزير رومانو پرودی له عراق څخه ايطالوی عسکر بیرته راغوښتی و .
داسی ښکاری چی لمړی وزير برلوسکونی غواړی د واشنګتن او ناتو د هیلۍ سره سم د نړیوال سوله ساتونکی ځواکونو په چوکاټ کی افغانستان ته هم زيات عسکر واستوی.