د ايران په شمال لويديځ کې نښتې
۱۳۸۵ اسفند ۱۰, پنجشنبهد ايراني پاسدارانو او ياغيانو تر منځ په نښتو کې د عراق پولې ته ورڅېرمه د ايران د پوځي کړيو په وينا لږ تر لږه څلور تنه ايراني ځانگړي سرتېري وژل شوي او اوه لس تنه بغاوت کونکي د منځه وړل شوي دی. د ايران د پاسدارانو يوه وياند زياته کړه چې نوموړي ياغيان په ايران کې د بريدونو په موخه ايراني خاورې ته ورننوتلي وو.
د ايران پوځ په ختيځ اذربايجان ولايت کې له څو ورځو راپه دې خوا د کوردي ياغيانو په وړاندې جگړه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د ايران سهيل ختيځې پولې ته ورڅېرمه دوه تن پوليس د قچاقچيانو له خوا برمته شوي او د پاکستان خاورې ته بيول شوي دي.