د امريکا متحده ايالتونه غواړی افغانستان ته زهريپوش موټر وليږی
۱۳۸۷ تیر ۲۸, جمعههر يو موټر د پنځه سوه زره تر يو مليون امريکايي ډالر پوری ارزښت لری او د MRAP موټرو په نامه ياديږي.
سږکال ورځ په ورځ په افغانستان کې د مخالفينو لخوا د ناتو په قواوو بريدونه مخ په زياتيدو دي. د امريکا متحده ايالتونه په دی فکر کې هم دی، چې د عسکري موټرو تر څنگ په زرگونو نور عسکر هم په همدی کال کې دافغانستان د جگړی د گټلو لپاره دغه هېواد ته واستوي.
په امريکا کې د جمهوري رياست لپاره د دموکرات گوند کانديد بارک اوباما ويلی دی، چې که دی جمهور ريس شی، نو د افغانستان جگړه د ده لپاره د لومړنيو مهمو مسايلو څخه به وی. اوباما ويلی دی، چې دی به د عراق جگړه پای ته ورسوی او افغانستان ته به د طالبانو او القاعدی پر ضد لا نور امريکايي عسکر وليږی، تر څو دلته د ترور پر ضد جگړه بريالی شی.
اوباما په ناتو کې د غړيو هېوادونو څخه غوښتنه کړی ده، تر څو په افغانستان کې د خپلو عسکرو تعداد زيات او هم هلته لانورې مرستې وکړی.