د امريکا د بودجې پر سر شخړه پای ته ورسېده
۱۳۹۱ دی ۱۳, چهارشنبهاعلان
د امريکامتحده ايالاتو د بودجې پرسر له څو میاشتو راهیسي روانه شخړه پای ته ورسیده. د امريکا په ولسي جرګه کي اکثریت جمهوري غوښتونکو د بودجې پر سر د سنا د روغي جوړي یو سند ومانه. په دغه هوکړي سره به نو په ډیرو برخو کي د مالیو لوړولو او مصارفو کمولو مقررات متوقف سي، چي د نوي عیسوي کال په شروع کي په اتوماتیک ډول سره نافذیدل. په ګرده دنیا کي له دې څخه ويره موجوده وه چي دا کار به د امريکا متحده ايالات له اقتصادي رکود سره مخامخ کړي. د اوسني توافق پراساس به هغه شتمني کورنۍ چي کلنی عاید یې تر۴۵۰۰۰۰ ډالره اضافه وي، لوړه مالیه ورکوي. همدارنګه د متوسطي طبقې له پاره مالیاتي اسانتیاوي تمدید سوې. د دولتي مصارفو د راکمولو په باب به وروسته فیصله کیږي.