د اماراتو هوايي شرکت په نړۍ کي سيال نلري
۱۳۸۷ مرداد ۷, دوشنبهدغه ډول لويي مستريح مسافر وړونکي الوتکي د اماراتو په نامه ددوبۍ هوايي شرکت لري يا په جنوب ختيځه آسياکي دsingapor Airlins هوايي شرکت . تر اوسه په نړۍ کي 130 دانې دA380 ډوله جټ مسافروړونکولويوالوتکو دجوړولو فرمايش سوی چي زياتره فرمايشات داماراتودهوايي شرکت له خوا ورکړ سوي دي .
په دې توګه په خليج کي عربي تيل لرونکي هيوادونه په دې بريالي سوي دي چي خپل د پطرولو ډالر د ستروهوايي ډګرونو دجوړولواو سترو جټ مسافر وړونکو الوتکوپه رانيولو ولګوي او دتيلو دبيي دلوړيدوسره سره د دولتي سبسډيو په مرسته دهوايي ترانسپورت په برخه کي هغه مقام ته ځان ورسوي چي په نړۍ کي نور هوايي شرکتونه له دوي سره سيالي ونسي کړای .
لکه څنګه چي ليدل کيږي دهوايي ترانسپورټ په برخه کي داماراتودهوايي شرکت پانګې اچوني ښي ثمرې ورکړي .په 2007 او 2008 ميلادي معاملاتي کلونو کي د اماراتو په نامه د دوبۍ دولتي هوايي شرکت د 1.45 ملياردو ډالرو په اندازه ګټي ترلاسه کړي دي .
سړی ويني چي په نړۍ کي نور هوايي ترانسپورټي شرکتونه په تاوان کي دې يا لږ تر لږه د دوی دګټو کچه ډيره را ټيټه سوې خو په نږدې ختيځ کي د اماراتو هوايي شرکت او په جنوب ختيځه آسيا کي د سناګاپور ايرلاينز په دې بريالي سوي چي دهوايي ترانسپورټ په برخه کي په نړيواله سويه خپلو ونډو ته پراختيا ورکړي .
دلوفت هانزا په نامه دآلمان دهوايي شرکت مسول مامورPeter Gerber وايي چي: «داماراتو هوايي شرکت خپلي تقاضاوي يا فرمايشات زياتره دخپل هيواده څخه نه ترلاسه کوي هلته دولتونه ډير لږ وګړي لري .دغه هوايي شرکت خپلي ډيري تقاضاوي او فرمايشات له نوروهيوادونو او له بهره څخه ترلاسه کوي .مثلا داوروپايي بازارونو څخه ».