1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د لانجې د حل لپاره په خبرو اترو کي د هند او پاکستان ګډون اړين دی

۱۳۸۸ بهمن ۴, یکشنبه

د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران به د 2009 کال د سپتمبر څخه وروسته د لومړي ځل لپاره موقع پيدا کړي،چي ددې اونۍ په پای کي په لندن کي د افغانستان په کنفرانس کي سره وويني...

https://p.dw.com/p/LfdJ
د پاکستان ولسمشر آصيف علي زرداري د هند د لومړي وزير من موهنسنګ سره
د پاکستان ولسمشر آصيف علي زرداري د هند د لومړي وزير من موهنسنګ سرهانځور: AP

د افغانستان د لانجې د يو سيمه ايز حل د يوي نوي هڅي په موخه په خبرو اتروکي د سيمي د دوو سرسختو دښمنانو، هند او پاکستان شاملول، ښايي د هغي نيټې لپاره ډير ناوخته وي، چي د امريکا متحده ايالاتو له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د ايستلو د پيل په توګه ټاکلې ده.

جمهور رييس بارک اوباما د افغانستان لپاره کله چي د نوی ستراتيژي اعلان وکړ او د لس ګونو زرو نور سرتيرو د استول امر يي صادر کړ، دا يي هم خپلو هيوادوالو ته د ژمني په توګه ياده کړه،چي د 2011 له جولاي وروسته به د افغانستان څخه امريکايي سرتيري بيرته په وتلو پيل کوي.

د هند او پاکستان د بهرنيو چارو وزيران به د 2009 کال د سپتمبر څخه وروسته د لومړي ځل لپاره موقع پيدا کړي،چي ددې اونۍ په پای کي په لندن کي د افغانستان په کنفرانس کي سره وويني، په دغه کنفرانس کي بريتانويان غواړي چي سيمه ايز لوبغاړي قانع کړي، چي د افغانستان پر سر سيالي دي شاته واچوي او يو بل سره دي همکاري وکړي.

په کابل کي د بريتانيا سفيرMark Sedwill وويل: « ډيره موده کيږي چي افغانستان د سيمه ايز قدرتونو د سيالو ډګر ګرځيدلي، هغوي د يوي يا بلي ډلي څڅه د ملاتړ سره د دغه هيواد خاروه د خپلو سختو کشالو د آزمويني ميدان ټاکلي دي.»

Sedwill په لندن کي د افغانستان د کنفرانس چي د جنوري په 28 دايريږي، په هکله خبريالانو ته د معلومات ورکولو په يوه غونډه کي وويل: « دغه سيالي بايد نور زياتي خاتمه پيدا کړي. ستره لوبه چي په انګريزي Great Game، ورته وايي، نوره پاي ته رسيدلي، افغانستان د سيمه د ثبات فکتور بايد ورګرځي».

د هند - پاکستان تر منځ د سيالو د پاي ته رسولو لپاره هڅه ډيري ورو روانه ده، هغه يوه هڅه چي د يو سيمه ايز پراخ حل مهمه برخه ګنله کيږي، خصوصا د هغه يو تاريخ لپاره چي اوباما په افغانستان کي د خپل پوځ د ماموريت د پاي لپاره ټاکلي دی.

په New America Foundationنومي څیړنيز مرکز کي، Steve Coll په دي نظر دي چي : «واشنګتن غواړي چی په افغانستان کي تر 2011 کال پوري يوي مثبتي نيتجي ته ورسيږي، خو دا مهال ويش د هغه يو اوږد موده ايز هدفونو سره نه جوړيږي چي هند او پاکستان ځانو ته ټاکلي دي».

د هغوي ترمنځ ستونزمني اړيکي د دي لامل ګرځيدلي چي د پاکستان پوځ له هند سره خپلو پولو ته زياته پاملرنه وکړي ، نسبت ودي ته چي په خپلو لويديځو پولو کي د زور پالونکو اورپکو پر ضد وجنګيږي.

په عين وخت کي، پاکستان ليواليتا نه لري چي له افغان طالبانو سره د مخالفت لاره ونيسي په دي هيله چي کيداي شي له افغانستان څخه د امريکايانو د وتلو په صورت کي د هند په مقابل کي هغوي ته اړتيا ولري.

څیړونکي Coll وويل: « زما انګيرنه دا ده چي د هند د پرله پسي تينګار سره چي هغه بهرني مرستي ته اړتيا نه لري او د هند او پاکستان د ستومانه کونکي ورو ګامونو سره چي بيرته د روغي جوړي خبرو اترو ميز ته ستانه شي، د متحده ايالاتو اداره د هوسايي احساس نه کوي.»

دغه څيړوکي يادونه کوي : « نو په دي وجه ګمان نه کيږي چي متحده ايالات دي د يو پرمختګ لپاره د لاری اوارولو توان ولري.»

له کشميره تر کابله

د اوباما د جمهوري رياست انتخاباتي مبارزي په وخت کي، تحليلونکو د يوي « ستر معاملي» پر ضرورت باندي ټینګار درلود، هغه يو معامله چي د هغي له مخي هند او پاکستان وکړاي شي، د کشمير پر سره شخړه کي په کافي اندازي پرمختک کړي او د اعتماد فضا رامنځ ته شی ترڅو د افغانستان په جبهه کي يو بل باندي بد ګماني کمه کړي.

خو په مومبي باندي د 2008کال د نومبر له حملو سره د نوموړي ستري معاملي لپاره هيلي بيرته ناکامي شوي. دغو حملو سره هند د خبرو اترو ميز ته شا واړوله او دواړه هيوادونه يي بيرته له کشميره تر کابله د سيالي ډګرونو ته ټيلوهل.

د لندن له کنفرانس څخه مخکي بريتانوي چارواکو د سيمه ايز ديتانت خبراتري بيرته ژوندي کړي خو د رسنيو هغه رپوتونه يي بي ځایه وګنل چي ګواکی يوه سيمه ايز شورا ښايي جوړه شي.

که چيري يوه داسي شورا جوړيږي هم، چارواکي د يو سيمه ايز حل لپاره نه يواځي د هند، پاکستان او افغانستان په اړخونو ، بلکه د ايران او روسيي په شمول د نورو ګاونډيو هيوادونو باندي چي په دغه سيمه ايز جوړښت کي ګډون ولري، ټينګار کوي.

AG/Reuters/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل