1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د بيارغاوني په اړه د آلمان د اقتصادي ګډ کار او پرمختيا له وزيري سره مرکه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۳۱, پنجشنبه

په نړۍ کي د روان مالي بحران سره سره د جرمني حکومت بيا هم دې ته چمتو دی چي د افغانستان سره خپلي پرمختيايي ژمني تر سره کړي.

https://p.dw.com/p/HuiS
چپ لاس ته د جرمني د اقتصادي ګډ کار او پرمختيا وزيره هايده ماري ويڅوريک څويل د مرکې پر مهال
چپ لاس ته د جرمني د اقتصادي ګډ کار او پرمختيا وزيره هايده ماري ويڅوريک څويل د مرکې پر مهالانځور: DW / Dr. Musa Samimy

د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو د آسيايي څانګي مشري آغلي زابيله ګولته د جرمني د اقتصادي ګډ کار او پرمختيا له وزيري مېرمن هايده ماري ويڅوريک څويل سره مرکه کړې چي پښتو لنډيز يې ستاسو په وړاندي ږدو.

پوښتنه : محترمي وزيري صاحبي په افغانستان کي دالمان داتحادي جمهوريت څلور وزارتونه فعال دي ددفاع دچارو وزارت ، دبهرنيو چارو وزارت دننه دچارو وزارت اودتاسی وزارت يعني داقتصادي ګډکار وزارت، دبيارغوني دچارو مهمه برخه په غاړه لري دادنده مونږته ترسي مولاي اودنورو وزارتونو دکارونو سره ددي کارونو پولي مونږ ته ښودلايشي؟

ځواب: مونږ له افغاني لوري سره دخبرو اترو اودافکارو دتبادل سره دبيارغوني، دښځو دزده کړي پروژي چمتوکوو.ترڅو چي ميرمني يو کسب زده کړايشي، او دکارکولو امکانات ورته برابر شي. اودننه دچارو اود بهرنيو چارو وزارتونه دپوليسو دروزلو په ساحه کي کارکوي، اوددفاع دچارو وزارت زيادتره دپوځ دګمارلو په ساحه کي فعال دي.

پوښتنه:تاسي دښځو دپروژو اودهغودوړاندي تګ لپاره ،دمرستو يادونه وکړه نوری کومي پروژي لري ؟

ځواب:مونږ زيادتره په شمالي سيمه کي فعال يو ، اوهغه څه چي مونږ ډيره علاقه ورته لرو دښوني له وزارت سره دګډکارپه ترڅ کي دښونکوروزل دي.له يوي خوا دا دښځو دزده کړي اوکارله نقطه نظره مهمه ده او له بلي خوا دزده کړي د محتوا له مخي اهميت لري. په تيره بيا داماته ډيره مهمه ده چي نجوني په ښونځيو کي زده کړه وکولاي شي.او همدغه ډول دوړو وړو پورونو ورکول چي دهغو په اساس ښځوته هم دژوندانه يوه بنسټيزه ممکنه شي دما په فکر ډيرښه کاردي.

پوښتنه : پدي وروستيو وختونوکي په افغانستان کي امنيتي وضعه ډيره خرابه شويده، آيا دا تاسی، په نوروتورو سره دتاسي همکاران هم احساس کوي؟ اودتاسي په کارونوکي ستونزی رامنځته کوي او کنه ؟

ځواب: دايوه ستونزه ده داپ په تيره بيا دمونږ دهغوهمکارانو په کارونوکي چي په ملکي ساحوکي کارکوي، ځکه دپرمختيايي ګډکارلپاره له خلکو سره مخامخ تماس لازم دي. داښکاره يوه ستونزه ده. دهمدي لپاره زه دټولوهغوکسانو قدرکوم چي څه دډاکترانو په حيث،يا دمونږ دوزارت دهمکارانو په حيث اويا دغيرحکومتي خيريه سازمانونوپه ټوګه هلته په سيمه کي کارکوي.

پوښتنه:آيا داسي نده چي داګواښونه اونا امنۍ دومره ډيري وي چي تاسي مجبوره شی چي احتمالا خپل کارونه اومرستي هلته بس کړي.

ځواب:مونږ تراوسه هلته خپل فعاليتونه ندي درولي . جي تي څت يعني دپرمختياييګډکارټولنه له هالنديانو سره په ګډه دافغانستان په جنوبي ولایت اروزګاکي هم ديوو سړپه جوړولوکي ګډکارکوي پدډول مونږهلته مهم کارونه کوو ، او لکه هسی چي څيړنو ښودلي دي خلک دديمرستو په قدر پوهيږي .خوزه پدي باندي هم پوهيږم چي تل دځانمرګيو بريدونودکيدو خطري هم شته دي .

پوښتنه :په افغانستان باندي پدي تيرشوي کال کي هم دتاسی دوزارت مرستي متمرکزی وي. اوپدي کال کي هلته ډيري پيسي تللي دي،آيا دمالي بحران سره سره به دمرستو حجم په راتلونکو کلونوکي هم په همدي اندازه و ساتل شی؟

ځواب: مونږ تل ويلي دي چي دمونږ دوزارت لخوا ۸۰ مليونه يورو په واک کي ورکول کيږي، سربيره پردي دبهرنيو چارو وزارت هم نوری پيسي ورکوي، چي په مجموعي ډول به ۱۶۰ مليونه يوروددي مرستو لپاره په واک کي وي.اومونږ به داکمي نکړو.

پوښتنه:آيا دالمان داتحادي جمهوريت دبودجي ربړي اوعمومي شرايط کومه اغيزه پري نشي لرلي ؟

ځواب : نه!

داډير واضح ځواب وو

پوښتنه:دتاسي منځني بيلانس څنګه حالت لری، دپطرز برګ په غونډه کي پريکړه شوي وه چي اداره ، تشکيلات اوپه عمومي ډول مسوليت ډیر زر دافغانستان حکومت ته به لاس کي ورکړل شی ، خوتراوسه پوري دا دطرحي سره سم عملي شوي ندي، تا سي پدي برخه کي څه وايي؟

ځواب: په ټولو هغو نړيوالو غونډو کي چي مونږ دافغاني لوري سره په ګډه جوړي کړي دي تل دمرستي ژمني شويدي.اوهمدغه ډول افګان نشنل کمپکت چي ګډه بنسټيزه جوړوي هم شته دي، خوداچي په تيره بيا په امنيتي ساحه کي دهغه ټولي برخي نه عملي کيږي. فکرکوم علت يی دادي چي دپوليسو دروزني په برخه کي ډير کارنه کيږي .البته چي داخبره پدي ساحه کي نورو اروپايی هيوادونوته چي پدي برخه کي فعال دي هم متوجه ده .اوهمدغه ډول دافغاني پوځ روزل کيدل هم دي مهم دي اوداټول په خپله په هيواد کي دمسوليت په غاړه اخيستو لپاره ډير اهميت لري.اودا ددي لپاره هم مهم اواصلي شرط دي چي دهغه له ترسره کيدو وروسته به نور بهرني پوځ په هغه هيواد کي پاتي نشي.

پوښتنه:آيا هلته دژوندانه په وضعه کي کو م ښکاره پرمختګونه شويدي؟

ځواب:داسي ده چي پرمختګ په بيلوبيلوسيمو کي مختلف دي، زه به داسي ونه ښيم چي ګواکي زه دټولو سيمو په هکله حکم کولاي شم.هلته ډير زر بدلونونه راځي اوداسي حالت هم شته چي له نن څخه ترسبا پوري بدلون راتلاي شي .په برلين کي يو پوهنتون شته چي دټولنيز سياست له مخي يي ځني علمي څيؤني کړيدي.ددي څيړنوپه ترڅ کي دافغانستان دشمال دسيمي دخلکو ترمنځ نظر پوښتني وشوي چي دهغه له مخي څرګنديږي چي دغه خلک دالمانيانو دمرستو په قدر باندي ډير ښه پوهيږي .

پوښتنه:دالمان مرستوته په ډیره درنه سترګه کتل کيږي، خوآيادادکرزي دحکومت په برخه کي هم همداسی نده، دده منزلت ته ترزياتي اندازي پوري تاوان رسيدلي دي، ددي وضعي په پام کي نيولو سره آيا راتلونکي ټاکني ددي هيواد دراتلونکي پرمختګ لپاره خطرنلری ؟

ځواب:داپه هغو هيوادونو کي چي داسي بدلونونه پکي راځي يوه ربړه ده ،خو کله چي دټاکنو پريکړه شوي وي اوداټاکني داګست دمياشتي لپاره په پام کي نيول شويدي نوسړي بايده دي هغه ته په درنه سترګه وګوري دا دنړيوالو په برخه کي هم همداسي ده،يعني هغه څوک چي دافغانستان ولس يي ټاکي بايد احترام يي وکړي .

پوښتنه تاسي ديوي پيشګويي زغرده کولاي شي چي دافغانستان دبيارغوني لړۍ به کوم وخت پاي ته ورسيږي ؟

ځواب:زه خپله ددغسي څرګندوني زغرده نشم کولي خو نړيوال بانک وايي چي دافغانستان په شان هيوادونوکي چي لانجو څو لسيزي دوام پکي کړيدي دبيا رغوني لړۍ دلسو او ۱۵ کالو ترمنځ دوام کوي.