د افغانستان او پاکستان د پاره د القاعدې مشر وژل سوی
۱۳۸۹ مهر ۷, چهارشنبهفرانس پريس خبري آژانس د پاکستاني چارواکو د خولې ليکي چي د افراطيانو دغه مشر د شنبې په ورځ د افغانستان پولي ته نږدې په شمالي وزيرستان کي وژل سوی دی.
د آژانس په خبره شيخ فاتح د خپلو درو نورو ملګرو سره په يوه پيک آپ موټر کي په نښه سوې ول.
د افغانستان او پاکستان د پاره د القاعدې د تروريستي شبکې دغه مشر خپل ځان عبدالرزاق نوماوه.
شيخ فتح د روان کال د می په مياشت کي د خپل وطندار مصطفي ابواليزيد ځای ناستی سو.
يزيد هم د می په مياشت کي د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په يو ورته بريد کي ووژل سو.
يزيد په مجموع کي د القاعدې شبکې دريم سړی و او ډير وخت يې د دغه تروريستي شبکې د مالي چارو مسؤليت په غاړه و.
د پاکستان شمال لوېديځه غرنۍ سيمه د هغه هيواد د حکومت تر کنترول وتلې او د راپورونو په اساس د تروريستانو او د افغانستان څخه د په تېښتي طالبانو په پنا ځای ګرځېدلې.
شمالي وزيرستان پدې وروستيو کي هر وخت د امريکا د متحده ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو تر بريدونو لاندي دی.
د ۲۰۰۹ کال د اګست د مياشتي راهيسي پدې سيمه کي د بې پيلوټه الوتکو په شاوخوا ۱۲۵بريدونو کي تقريباً ۱۰۰۰ تنه وژل سوي دي.
د امريکا استخاباراتي ادارې CIA او د هغه هيواد د دفاع وزارت د پاکستان په دغه سرحدي سيمه کي په وروستۍ مياشت کي بمبارۍ ډيري کړي دي.
يوازي د سپتمبر د مياشتي د پيل راهيسي په دغه ډول بريدونوکي شاوخوا ۱۲۰ تنه ياغيان وژل سوي دي.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم