د اسلام ضد فلم یوې لوبغاړې ددغه فلم پر جوړونکی دعوه کړې ده
۱۳۹۱ شهریور ۳۰, پنجشنبهاعلان
په امریکا کي جوړ سوي اسلام ته د سپکاوي فلم يوې لوبغاړي سیندی لی ګارسیا د لاس انجلس په یوه محکمه کي خپله دعوی کړې ده. سیندي ویلي دي، چي ددغه فلم د هدف په اړه دې ته معلومات نه وه ورکړي. د دې دعوه د ناکولا باسیلی په نامه یو۵۵ کلن مصري ته چي قبطي عیسوی دئ، متوجه ده. ناکولا چي ددغه فلم جوړونکی دئ، لاس انجلس ته نژدې اوسیږي. په عین حال کي دې د ګوګل څخه هم غوښتي دي چي د یوتیوب څخه دغه ویدیو لیري کړي. د دغه فلم د ښکاره کولو له امله د یوې اوونۍ راهیسي په ټوله اسلامي نړۍ کي خونړۍ مظاهرې رواني دي. له بلي خوا د چارشنبې په ورځ د چارلي هیبدو په نامه فرانسوۍ ورځپاڼي هم د حضرت محمد (ص) کاریکاتورونه خپاره کړي دي. د فرانسې حکومت د جمعې په ورځ د کړکېچ د رامنځته کولو له بیري په شلو هیوادونو کي د خپلو تاسیساتو د تړلو اعلان کړی دئ.