د اروپايي ټولني په هوايي ميدانو کي امنيتي حالت
۱۳۸۸ بهمن ۱۴, چهارشنبهګونتر فون اډرش چي په امستردم کي د امنيتي چارو مسؤل دی، او ددغه نوي امنيتي تخنيک د پلي کولو مسؤليت پر غاړه لري، په عملي ډول ښکاره کوي چي دا د کسينر دستګاه څه رنګه کار کوي .
دی وايي ،
«مهرباني وکړۍ ،ودريږی او لاسونه پورته کړی . اوس به سکينر تر سره شي او يو څو ثانيې وروسته به يې نتيجه معلومه شي . »
په هوايي ډګرونو کي د ټول بدن سکينر د مسافرينو لپاره لا جبري نه دی . د اروپايي ټولني د کورنيو چارو وزيران لا سره د ددې دستګاوو د کارولوپه برخه کي يوې موافقې ته سره نه دي رسيدلي . اروپايي کميسيون غواړي چي د سکينر دستګاوي په پراخه توګه په کار واچوي . اروپايي کميسيون د عدلي چارو کميساره ويوان ريډنګ ددې خبري انتباه کوي چي بايد د سکينر د کارولو په وخت کي د شخصي حقوقو او د ړڼا د اچول پر وخت بايد د پوستکي ساتل هم په پام کي ونيول شي .
دی وايي ،
« د بشپړ امنيت د ترلاسه کولو زمونږ هيله مونږ ته دا حق نه راکوي چي د انسانانو په شخصي کارو کي مداخله وکړو. زموږ اتباع شيان نه دي بلکه انسانان دي . »
د ټول بدن د سکينر په هکله د اروپايي پارلمان نور غړي هم تشويش لري . خو د هالينډ حکومت غواړي چي ژر تر ژره په هر ترمينال کي دغه دستګاه ودروي . په ايټاليه کي په دواړو لويو هوايي ډګرونو کي د ټول بدن د سکينر نصبول په نظر کي نيول شوي دي . دلته به يوازي هغه مسافرين چي د امريکي متحده ايالاتو او اسراييلو ته سفر کوي، ددغو دستګاه څخه تيريږي .
په لويه بريتانيه کي به د لندن په هيترو هوايي ډګر کي هم په يو څو ورځو کي د ټول بدن سکينر په کار اچول کيږي . فرانسه غواړي چي دا دستګاوي لومړي تجربه کړي . په پاريس کي به يو څو دستګاوي په امتحاني بڼه ودرول شي . د اروپا په نورو کوچنيو هوايي ډګرونو کي لا تر اوسه د ددې دستګاوو، چي د 120000 يورو لګښت پرې راځي، د نصبولو کوم پلان نه ترسترګو کيږي .
د اروپايي ټولني د ترور ضد د چارو مسؤل ګيلس دي کيرکوف دې خبري ته اشاره کوي چي سړی بايد دا بحثونه يوازي د ټول بدن په سکينر پوري محدود نه کړي .
دی وايي ،
« په هوايي ډګرونو کي يوازي د نوي تخنيک نصبول کفايت نه کوي. مونږ بايد يوه هر اړخيزه لاره انتخاب کړو. د پوليسو او استخباراتي خدمتونه همکاريو ته اړتيا لرو. موږ بايد وپوهيږو چي کوم پاسپورټونه د غلا دي او څوک څه ډول ويزه لري . »
امنيت يوازي د نوي تخنيک په وسيله نسي ټينګيدلای . د سکينر دستګاه چي هم يې لګښت ډير دی او هم يې د نصبولو لاري ستونزمني دي، په پراخه پيمانه ترينه ګټه نسي اخيستل کيدلای . کيرکوف زياتوي تر ټولو مهم کار د شکمنو کسانو په اړه د موجودو معلوماتو ژر تر ژره پلټنه او يوې نتيجې ته رسيدل دي .
په جرمني کي د پوليسو اتحاديه پر المان او نورو اروپايي هيوادنو دا نيوکه کوي چي دوی د هوايي ډګرونو د امنيت او کنټرول دنده شخصي کمپنيو ته ورکړې ده . د پوليسو د اتحاديې څخه يوسف شويرنګ زياتوي چي د امنيت د ټينګښت لپاره بايد امنيتي کارکونکي په ښه ډول وروزل شي .
په دي ورستيو کي اروپايي ټولني د اروپايي هوايي ترانسپورټ د امنيت لپاره يوه اداره جوړه کړيده ، چي کاريې دالوتکواو د ميدانونو د کيفيت خبر اخيستل او د پيلوټانو روزنه ده . ددې ادارې د يوې وياندي په وينا د امنيتي کنټرول چاري ددغي ادارې وظيفه نه ده . دا يوازي د هر هيواد او د هوايي ډګرونو د چلونکو کار دي .
د اروپايي پارلمان يو المانی وکيل الکسانډر الوارو بيا پر اروپايي ټولنه انتقادکوي چي د اروپايي اتحاديې ټول کارونه ډير په کراره سره پرمخ ځي . او دوی خپله ټوله پاملرنه نوي تخنيک او د يوه واحد سيسټم پلي کولو ته کوي .
په روسيه کي بيا د ټول بدن د سکينر دستګاوي لا د ډيرو کلو راپديخوا په کار اچول شوي دي، بيله دې چي مسافرين ورباندي وپوهيږي .
برنډ ريګيرټ/ بريښنا صابر
کتونکی : محمد قاسم نوري