1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اردن او سوریې په پوله وسله واله نښته رامنځ ته شوې ده

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه
https://p.dw.com/p/15nyq

د اردن او سوریې د پوځونو تر منځ د تیل شهاب، په سرحدي سیمه کې وسله واله نښته رامنځ ته شوې ده. د رپوټونو په حواله د اردن ځواکونو پولې ته څیرمه هغه وخت ډزې پیل کړې کله چې د سوریې ځواکونو اردن ته په تیښتیدونکو کسانو باندې ډزې کولې.

په عین وخت کې د سوریې په حلب ښار کې د دولتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ لا هم جگړه ادامه لري، زیاته شوې ده چې په حلب ښار کې د جمعې په ورځ ناوخته د کلچه فروشی په یوه دکان باندې د یوې گولې د لگیدو له امله ۱۲ تنه وژل شوي دي.

زیاته شوې ده چې په حلب ښار کې یوه پخواني کلا چې د یونیسکو د لرغونو آثارو په لست کې ثبت شوې وه هم د جگړو له امله له منځه تللې ده. د اټکلونو له مخې په سوریه کې د روان کړکیچ د پیل راهیسې چې کابو اته میاشتې پرې اوړي تر ۲۱ زرو زیات کسان په کې وژل شوي دي.