جمعی ورځ په کندوز کی د آلمانی او افغان سرتيرو لپاره خونړی وه
۱۳۸۹ فروردین ۱۴, شنبهد جمعی په ورځ په کندوز کي د طالبانو په يوي حملي کي دري تنه آلماني سرتيري ووژل شول.د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف د معلوماتو له مخي، آلماني سرتيري د کندز په اطرافو کي د مين پاکولو د يو ماموريت لپاره ګمارل شوي ؤ.
د افغانستان په شمال کي د آلماني ځواکونو عمومي قوماندان، بريد جنرال فرانک لايدنبرګر وويل چي آلماني سرتيري د کابو سل تنو ياغيانو تر حملو لاندي پريوتل. دغه پيښه د کندوز ولايت د چهار دري په ولسوالي کي رامنځ شوه. د هغي ولسوالي ولسوال عبدالواحد عمر خيل د آلمان غږ راډيو ته په تيلفوني تماس کي وويل: « طالب ياغيانو د خلکو له کورنو څخه پر آلماني سرتيرو ډزي وکړي. له هغي وروسته نښټه پيل شوه او د آلماني پوځ يو ټانک پر يو خښ کړاي شوي مين باندي وخوت چي هغه ويجاړ او په نتيجه کي دري تنه آلماني سرتيري وژل شول.» د سيمي خلکو د يو شمير کورونو د ويجاړ کيدو خبر هم ورکړ شوی دی.
جنرال لايندبرګر وویل چی د دی پیښی سره سره د آلمان د پوځي ماموریت ستراتيژی بدلون ته اړتيا نه شته.
په کندز کي د آلماني سرتيرو د وژل کيدو په هکله د آلمان حکومت او په پارلمان کي د هغه مخالف ګوندونو خواشنيي څرګنده کړه. د آلمان صدراعظمي انګلا مرکل په آلماني سرتيرو باندي د طالب ياغيانو حمله په کلکه وغندله او د سرتيرو د کورنيو له غړو سره يي خواخوږي څرګنده کړه. د آلمان حکومت اعلان وکړ چي له داسي حملو سره سره ، هغه هيواد په افغانستان کي د خپل پوځي ماموريت په نسبت ژمن پاتي دي او په افغانستان کي به د امن د ټينګښت لپاره له افغان امنيتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په چهار دره کي په آلماني سرتيرو باندي د حملي څخه وروسته،د رپوټونو له مخي، په کندوز کي د آلماني سرتيرو په «اشتباهي» ډزو سره پنځه تنه افغان سرتيري هم ووژل شول. د دغي پيښي په هکله په پوتسدم کي د آلمان د پوځ مرکزي قومانداني وويل: « د جمعي په ماښام يو شمير آلماني سرتيرو له خپل هډي څخه حرکت وکړ تر څو چهار دري ته لاړ شي او هلته د هغو سرتير پر ځاي پوځي ماموريت په غاړه واخلي چي د غرمي له خوا له ياغيانو سره په نښتو کي ښکيل پاتي شوي ؤ. د چهار دري په لور په لاره کي دغه آلماني سرتيري له دوو « ملکي نقليه وسيلو سره مخامخ شول چي د آلماني پوځ د کتار په لور روان ؤ. که څه هم آلماني سرتيرو دغو نقليه وسيلو ته خبرداري ورکونکي امنيتي نښاني وښودلي چي موټر ودريږي، هغوي ونه دريدل.»
د آلماني د مرکزي قومانداني د معلوماتو له مخي، له هغي وروسته آلماني سرتيرو په هغوي ډزي وکړي. هغه قومانداني وويل: « وروسته روښانه شوه چي په دغو ملکي نقليه وسيلو کي د افغانستان د ملي پوځ سرتيري سپاره ؤ. په ډزو کي پنځه تنه افغان سر تيري ووژل شول.»
په کندز د آلمان غږ راډويوي د خبريال، محمد صابر يوسفي له چارواکو سره تماس ونيو چي د پيښي وجه معلومه کړي، هغوي په ځواب کي ورته وويل چي «افغان سرتيري د آلمان د پوځ په اشتباهي دزو کي وژل شوي دي، او پيښه تر پلټني لاندي ده.
خبری آژنسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: احمد ولی اڅکزی