1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني د خپل هيواد د ناخالص عايد څخه په پرمختيايي مرستو کي کار اخلي

۱۳۸۸ بهمن ۲۹, پنجشنبه

دا خبره د آلمان د اقتصادي همکارۍ او د پرمختیايي مرستو فدرال وزیر، دیرک نیبل کوي. دا په دې وجه، چي تر 2015 کال پوري د ملګرو ملتو د اټومي زریزي پر مختیايي هدفونه باید د عمل جامه واغوندي...

https://p.dw.com/p/M4f6
د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پرمختيايي مرستو فدرال وزير، ديرک نيبل
د جرمني د اقتصادي همکارۍ او پرمختيايي مرستو فدرال وزير، ديرک نيبلانځور: dpa

« د فدرال نوی حکومت په خپلو نړیوالو ژمنو ټینګ ولاړ دی، همدا راز د ایتلاف په تړون کی به هم یو څه تیریدنه وشي،هغه دا چي موږ غواړو تر2015 کال پوري د خپل هیواد د ناخالص عاید په سلو کي 0,7 د پرمختیايي مرستو لپاره مصرف کړو».

دا خبره د آلمان د اقتصادي همکارۍ او د پرمختیايي مرستو فدرال وزیر، دیرک نیبل کوي. دا په دې وجه، چي تر 2015 کال پوري د ملګرو ملتو د اټومي زریزي پر مختیايي هدفونه باید د عمل جامه واغوندي، دا هغه څه دي، چي په2000 کال کي د ملګرو ملتو په وړاندي د نړۍ د حکومتونو او دولتونو مشرانو د لوړي په توګه عنوان کړل.

د اټومي زریزي په هدفونو کي دا هم شامل دي:« په نړۍ کي د بې وزلواو وږوخلکو د اوسني شمېر نیمايي کول، د ټولو ماشومانو لپاره د لومړنیو زدکړو د ښونځیو دروازې پرانیستل، د میندو او ماشومانو د مړیني په شمېر کي ستر کموالی راوستل او په پرمختیايي مرستو کي ملګرتیا،چي د ځمکي د کرې د جنوبي برخي حکومتونه له مسوولیت سره حکومت وکړي او د ځمکي د شمال د برخي هیوادونه په منظمه توګه هغو ته د مالي مرستو د دوام ضمانت وکړي.

دا ضمانت په دې وجه، چي د ځمکي په شمال کي دولتونه وار په وار د خپلو پرمختیايي وزارتونو په بودجو کي کموالی رامنځ ته کوي او په دې ترتیب د ځمکي د جنوب د برخي هیوادونو په منځ مهاله موده کي د خپلو اقتصادي پلانونو په تمويل کي له ستونزو سره مخامخ کيږي. خو دغه ډول ژمني د اروپايي اتحاديې او د هغې غړو په 2005 کال کي کړي وې، هغه وخت، چي په نړۍ کي اقتصادي بحران لا رامنځ ته شوی نه ؤ.

که څه هم د ځمکي د کرې د شمالي برخي هيوادونو آن 40 کاله د مخه ژمنه کړې ول، چي دوی به د خپلو نا خالص ملي عايد په سلو کي0,7 بې وزلو دولتونو ته ورکوي، خو ډیرو لږ هیوادونو لکه لوکزامبورګ، هالند او سکندناوايي هیوادونو خپله دغه ژمنه پوره کړې ده، آلمان چي هغه هم د شمال د شتمنو هیوادونو په جمله کي دی، په خپله دغه ژمني کي پاته راغلی. د پخواني صدراعظم، هلموت کول د حکومت په وخت کي د آلمان پرمختیايي مرستي، چي په انګریزي ژبه يېOfficial Development Assisstance بولي آن په سلو کي تر 0,26 پوري راټیټي سوي. له هغه وروسته د سوسیال ډیموکراټ او د ګروینن د ګوندونو ایتلاف او د آلمان ستر ایتلافي حکومتونو هغه بیرته په سلو کي0,4 پوري ورساوه.

Symbolbild Entwicklungshilfe Deutsche Experten beraten äthiopische Firmen
انځور: picture-alliance/dpa

اوس هم د آلمان د ملي ناخالص عاید نوموړې فيصدي د پرمختیايي مرستو لپاره لګول کیږي. حال دا چي ژمنه سوي وې چي دغه فیصدي به تر 2010 کال پوري0,51 ته رسوي،هغه څه چي تراوسه پوری نه دي شوي.که څه هم د آلمان د اقتصادي همکاریو او د پرمختیايي مرستو فدرال وزیر، دیرک نیبل هیله من دی، چي په افغانستان کي د آلمان د پراخ ماموریت له امله د هغه د وزارت په بودجه کي187 ملیون ایرو زیاتوالی رامنح ته شي:

«که چیری سړی واقعیت په پام کی ونیسي، په همدې روان میلادي کال کي د ماليې وزیر ته د3,5 ملیارد ایرو غوښتنه وړاندی شي، پرته له دې،چي په هغه کي نه او نو وشي. له دې سره به په راتلونکو کلونو کي تر 2015 کال پوري ټاکل سوي هدفونو ته ورسیږو.»

د آلمان فدرالي حکومت په خپلو پرمختیايي مرستو کي یو بله درازو ګۍ هم پرانیستې او داسي ښکاره کوي، چي دغه مرستي له دې لاري وځي هغه هم باید په پرمختیايي مرستو کي حساب شي. د اقتصادی همکاریو او پرمختیایی مرستو وزیر، دیرک غواړی چی هغه پیسی چی بی وزلو هیوادونو ته د اقلیمی ناخوالو او ناورینونو له امله ورکوی د پرمختیایی مرستو د بودجی یوه برخه وګرځی. په لومړی سر کی ژمنه دا وه چی د اقلیمی ناورینو پیسی پرمختیایی مرستو پوری اړه نه لری، بلکه دا اضافی پیسی دی چی مصیبت ځپلو هیوادونو ته به ورکولی کیږی. داچی دغه پیسی په پرمختیایی مرستو کی حساب شی، په دی ژمنی باندی هم اعتبار نه شته، ځکه دا ژمنه هم د نړی د اقتصادی کړکیچ څخه مخکی شوی وه.

Reimer, Jule/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل