1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوش د خدای پامانۍ د پاره آلمان ته راغلی

۱۳۸۷ خرداد ۲۲, چهارشنبه

په دې سره بوش په اروپا کي جرمني خپل ډير ښه ملګری هيواد وښود

https://p.dw.com/p/EHkX
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن ميرکل او د امريکې مشر جورج بوش
د آلمان لومړۍ وزيره مېرمن ميرکل او د امريکې مشر جورج بوشانځور: AP

د امريکا د متحده ايالتونو مشر جورج بوش د سه شنبې په ورځ د 20 ساعتو دپاره آلمان ته د خدای پامانۍ په موخه راغلی او د برلين د ښار څخه د باندي به په دولتي مېلمستون کي د مېرکل سره وګوري. په دې ډول نوموړي په اروپاکي نه يوازي آلمان خپل ډير ښه ملګر ی وښود بلکي ددغه هيواد لومړۍ وزيره مېرمن انګيلاميرکل يي هم.

بوش د ميرکل سره ډيري ښې اړيکي لري، په داسي حال کي چي د عراق د جګړې څخه يي د آلمان د پخواني لومړي وزير ګرهارد شرودر سرغړونه هيڅ د ياده نه وزي.

په برلين کي د امريکا سفير ويليم ټيم کين ويلي چي بوش په ډيره ليوالتيا د مېرمن ميرکل سره ګډ کار کوي او د آلمان سره د امريکا اړيکي ډيري ښې دي. ټيم کين وايي، د ميرکل او بوش تر مشر تابه لاندي د آلمان او امريکا روابط ډير ښه سوي دي، دواړه په ډيره مينه سره شريک کار کوي. دامينه او علاقه نه یوازي په رسمي او يا د کار په ارتباط کي ده بلکي په شخصي توګه سره هم.

جورج بوش تير منی مېرمن ميرکل په نکزاس کي خپل شخصي هستوګنځی ته ور وغوښته او په دې سره يي خپل ځانګړی احترام ورته ځرګند کړی. د غه څخه يو کال د مخه دواړو په آلمان کي يو شريک کباب سره وخوړی. دې ښو اړيکو او باور ميرکل ته دا موقع په لاس ورکړې ،چي پر امريکا باندي نيوکي هم وکولای سي، د بيلګي په توګه د آب هوا د ساتني د سياست په بر خه کي.

د آلمان د يوشمير ګوندونو د بهرنيو چارو کارپوهان وايي، چي بوش په نړۍ کي د امريکا اعتبار ډير لږ کړی دی. خو داچي په آلمان کي به بوش ددې ډول مخالفت سره مخامخ سي ډير لږ احتمال لري.