بشري: د ۲۵۰ مليونه ډالرو په ارزښت چرس مو نيولي
۱۳۸۹ دی ۷, سهشنبهد کورنيو چارو وزارت نطاق زمری بشري وايي چي دغه چرس چي ټوليز وزن يي ۴۱ ټنه ته رسيږي په ډيره ماهرانه توګه په يوه کور کي پټ کړای سوي وو.
د بشري په خبره، د مخدره توکوسره د مارزې په برخه کي د کورنيو چارووزارت ځانګړی کنډک وتوانيدی چي دغه چرس تر لاسه کړي.
افغانستان چي د مخدره توکو د توليد له اړخه د نړۍ په کچه مخکښ ځای لري حکومت يي تر نړيوالو فشارونو لاندي دي چي بايد په دغه برخه کي جدي مبارزه وکړي.
له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت چارواکي په پکتيا ولايت کي د چرسو د دغي ستري محمولي نيول د ترهګرو د مالي سرچينو د وچولو په برخه کي لويه لاسه ته راوړنه بولي.
د ملګرو ملتونو سازمان رپوټونه وايي چي قاچاق وړونکي له هغو دولت ضد ډلو سره نږدي اړيکي لري چي له تيرو څو کلونو راهيسي د افغانستان د بي ثباته کولو په لټه کي دي.
تير کال د ملګرو ملتونو په يوه راپور کي وويل سول چي د مخدره توکو له کاروبار څخه د تر لاسه سويو پيسو ډيره برخه د بزګرانو جيبونو ته نه، بلکي د طالبانو او نورو هغو شرارت پسندو ډلو جيبونو ته ځي چي دمګړۍ له افغان دولت سره په وسله وال مخالفت بوخت دي.
تيره اونۍ د روسيې د نشه يي موادو د کنترول ادارې ريس ويکتور يوانوف ويلي ول چي افغانستان د نشه يي موادو دومره زيرمي لري چي درې کاله يې توليد نړۍ نړيوال یازار ساتلای سي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري چي د پوليسو د دغي لاس ته راوړني په باب يي خبريالانو ته معلومات ورکول وويل چي دوي وتوانيدل په دغه کار سره د ترهګرو لاس ته د هغو پيسو د ورتګ مخه ونيسي چي پري د جګړي اور ته پکه وږي.
بشري له دغو نشه يي داروګانو سره د ارتباط په تور د يوه کس د نيولو خبر هم ورکړ چي ويل کيږي د سيمي اوسيدونکي دي.
له نيول سوي کس څخه پلټني پيل سوي او پوليس هڅه کوي چي د هغي کړۍ نور غړي هم ونيسي کومو چي دغه چرس د ګرديز ښار د اوردکي په کلي کي زيرمه کړي ول.
دا لومړی ځل دي چي د پکتيا په ولايت کي په دغه اندازه چرس نيول کيږي.
پکتيا د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چي له پاکستان سره اوږده پوله لري او وخت ناوخت ترينه د زړه بګنونکي پيښو خبرونه همر تر لاسه کيږي.
ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل