ايران د مخالفينو پرضدنه يوازي د شدت ، بلکه د رژيم په ګټه د مظاهرو څخه هم کاراخلي
۱۳۸۸ دی ۹, چهارشنبهچي ايران د داخلي ثبات څخه برخه من دی .
دغه دولتي مظاهرې د هغو اله ګولو پر ضد پر لاره اچول کيږي چي ګواکي د حکومت په آند، د تيري يکشنبې په ورځ د «عاشورا لمانځني ته يې په سپکه سترکه » کتلي دي .
دغه ډول مظاهرې او مارشونه بايد په ټول هيواد کي په لاره واچولي شي . د هغو لپاره « د اسلامي تبليغاتونومي شورا» بندو بست کوي . په دغو مظاهرو کي بايد مخکي له مخکي د محصلينو، کارګرانو او مامورينو ټولني او صنفي اتحاديې نن د خپل ګډون پخلی وکړي . د ايران د دولتي تلويزون د رپوت له مخي، لويه مظاهره نن د سيمي په وخت تر غرمي وروسته د تهران د ښار په مرکز کي په لاره اچول کيږي . دغه تلويزون په خپلي خبرتيا کي وويل :
« د عاشورا د سپيڅلي لمانځني ته د بي حرمتي پر ضد سبا يعني د چهار شنبې په ورځ وروسته ترغرمي په 3 بجو په تهران کي دانقلاب په ميدان کي يوه ستره مظاهره جوړيږي . شورا د مظاهره کونکو د لاريون لپاره دغه مسير ټاکلی دی : د امام حسين له ميدان څخه د فردوسي د ميدان له لاري د انقلاب تر ميدان پوري .»
پرون دغه ډول تيت و پرکي ټولني په لاره واچول شوې . د مثال په ډول پرون وروسته تر غرمې په اصفهان کي د حکومت په سل ګونو پلويان راټول شول او د اسلامي جمهوريت د مخالفينو پر ضد يې شعارونه ورکړل .
همدا راز پرون وروسته له غرمي جمهور رييس محمود احمدي نژاد د اونۍ په سر کي د حکومت ضد احتجاجونه د خپلي جملې له مخي هغه «شومي او کرکجني توطيې» وګڼلې چي د امريکا دمتحده ايالاتو او اسراييلو له خوا پلان شوي دي . په عين وخت کي په تهران کي د بريتانيا سفير د ايران د بهرنيو چارو وزارت ته احضار سو، او هغه ته د حکومت يو احتجاجليک وسپارل شو . د لندن پر حکومت باندي تور لګول شوی چي درواغ او کذب خپروي . د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير، داويد ملي بند، لکه د خپلو متحدينو، امريکا متحده ايالاتو او جرمني سياست والو په څير، په ايران کي په خونړي توګه د حکومت د مخالفو احتجاجونو ټکول د انديښني وړ وبلل . په عين وخت کي هغوی د ايران د مظاهره کونکو له زړوتيا څخه ستاينه وکړه او د امنيتي ځواکونو نه پاملرني باندي يې نيوکي وکړې .
دا مريکا متحده ايالاتو، د اروپا اتحاديي او همدا راز آلمان د مظاهره کونکو پر خلاف د ايران د امنيتي ځواکونو چلند په شدت سره وغانده .
جمهور رييس بارک اوباما د ايران د ولس له زړورتيا څخه ستاينه وکړه :
« مخکي له دې چي ولاړ سم، اجازه راکړی چي د ايران په اسلامي جمهوريت کي د وروستيو ورځو پيښو ته يو لنډه اشاره وکړم،د امريکا متحده ايالات له نړيوالي ټولنه سره په ګډه د ايران د بيګناه خلکو ټکول غندي .»
تر دې مخکي د ايران د بهرنيو چارو وزير، منوچهر متکي د امريکا پر متحده ايالاتو او بريتانيا باندي تور ولګاوه چي هغوی له احتجاج کونکو څخه ملاتړ کوي . هغه د سختو غبرګونو ګواښ وکړ، که چيري لويديځ، دهغه په خبره په ايران کي « ددغه خرابکار اقليت » څخه ملاتړ ته دوام وکړي .
اولريش پيک/ باري حکيم
کتونکی : محمد قاسم نوري