اوباما د نوي اقتصادي بحران خبره کړې ده
۱۳۹۱ دی ۲۶, سهشنبهاعلان
د امريکا متحده ايالاتو جمهوررئيس بارک اوباما د داخلي بودجې پر سر شخړي له کبله د یوه نوي سخت اقتصادي بحران د رامنځته کیدو خبرداری ورکړی دی. اوباما وویل چي که کانګرس په راتلونکو میاشتو کښي د پورونو سرحد بندي لوړه نه کړي، نو به د امريکا متحده ايالات بیرته له اقتصادي رکود سره مخامخ او مالي او سهامي بازارونه به یې خراب سي. ځکه نو اوباما د کانګرس څخه وغوښتل چي بودجه ژر تر ژره تصویب کړي. ده په واشنګټن کښي وویل چي د پورونو د سرحدبندۍ په پلمه نه باید له هغه څخه د بودجې د راکمولو په خاطر غلطه استفاده وسي.