1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د افغانستان په اړه په ژور فکر کي دی

۱۳۸۷ آبان ۲۲, چهارشنبه

د امريکا د متحده ايالاتو راتلونکي جمهور ريس بارک اوباما د« واشنګټن پوست ورځپاڼي» له خبره سره سم د افغانستان په لانجه کي نوي اقدامونه آزمايي

https://p.dw.com/p/FsPd
د امريکا راتلونکی ولسمشر بارک اوباما
د امريکا راتلونکی ولسمشر بارک اوباماانځور: DW/AP

نوموړي ورځپاڼي د ډيموکراټ ګوند دملي امنيت دسلاکار په حواله خبر ورکړی دی، چي زيادتره پر سيمه باندي متمرکزي ستراتيژۍ باندي د امکان په صورت کي د ايران سره دخبروپه ګډون فکرکيږي.

له دې څخه داسي ښکاري چي د امريکا حکومت تراوسه په افغانستان کي يو غيري واقعي هدف تعقيب کړی دی. ديوه ثبات لرونکي ملت پرځای يې ديوې عصري ډيموکراسۍ د راوستلو کوښښ کړی،چي اسلامي زورلاري،او تروريزم يي ردوي.اوله ثبات لرونکي ملت څخه د امريکا متحده ايالاتو ته هم کوم ګواښ متوجه ندي.

دهمدې لپاره د اوباما، ټيم د افغانستان د حکومت او طالبانو د پخلايني خوښونکي برخي، ترمنځ د رغونکو خبرو اترو دکيدو په وړاندي موافقه ښيي. سربيره پردې په پام کي دي، چي د ډار اچونکو مشر اوساما بن لادن پسي ښکار شديد کړای سي. دا دده په نظر يو « مکلفيت»دی چي د امريکا اوسني جمهور رييس بوش د عراق د جګړې په جريان کي پاملرنه تري اړولي وه.

دنورو رسنيو د وينا له مخه اوباما به د امکان ترحده ژر د کيوبا په ټاپو ګوانتانامو زندان چي په ترور باندي دتورنو کسانو بنديخانه ده او تر اوسه لاهم 250 کسه بنديان پکښي سته وتړي.

ددې خبرونو له مخه د اوباما سلاکاران پر داسي طرحو باندي کار کوي چي، دهغو پر اساس به د بنديانو يو ه برخه د امريکا د متحده ايالتونو دمرکزي قضاوو لخوا محاکمه سي.

په هغو مواردوکي چي د امريکا د امنيت لپاره ډير حساس دي.د امريکا په خاوره کي د تروريستانو ديوې ځانګړي قضا جوړول آزمويل کيږي. او نور بنديان به چي لا تراوسه د حکومت لخوا دسندونو د نه درلودلو له امله ندي محاکمه سوي، دحقوقي عادي ستندرد په اساس خوشي کړای سي. ددې طرحو عملي کول به خاص دګوانتا نامو دبنديانو په هکله دحکم کولو لپاره ځانګړي پوځي قضا دله منځه وړلو مانا ولري، ددې قضا د قضاوت له مخه هغه کسان چي دعواي پري شوې ده محدودحقوق لري.

داسي ويل کيږي چي اوباما به د ګوانتانامو زندان وتړي
داسي ويل کيږي چي اوباما به د ګوانتانامو زندان وتړيانځور: AP/DW

د« واشنګتن پوست» ورځپاڼي د خبر له مخه د اوباما سلاکارانو ويلي دي چي په اوساما بن لادن، پسي به لټه په افغانستان کي دسولي د راوستلو د هڅو په بيه ونسي. سربيره پردې به اوباما، د بوش دا طرحه چي په زرهاوو نور عسکر افغانستان ته واستوي بشپړه عملي کړي.

نوموړي ورځپاڼي ديوه اروپايي منصبدار له خولې چي نغواړي نوم يې واخيستل سي ليکلي دي، چي محبوب اوباما، به افغانستان ته د نورو عسکرو په استولو کي دخپلو نورو ملګرو دتشويقولولپاره زيادتره چانس ولري.

داوباما ټيم د« واشنګټن پوست» ورځپاڼي دخبر له مخه لکه دپخوا په شان اوس هم دامهمه ګڼي، چي دطالبانو په وړاندي چي له پاکستانه څخه راځي او د افغانستان په خاوره کي پر امريکايي عسکرو باندي بريدونه کوي مبارزې ته دوام ورکړي .خونوی حکومت پام دې ته را اړوي چي د زورلارو اسلاميانو په وړاندي مبارزه د 2001 کال دسپتمبر د11نيټې له ګوزارونوسره پيل سوې ده.

داپه افغانستان اوعراق کي دجګړې له پيل کيدو څخه پخواوو. نو د القاعدې له منځه وړل بايد له ټولو څخه سترملي هدف وي. او وړاندي والی ولري. د ايران په برخه کي ويل سوي دي، چي د اوباما، ټيم به د افغانستان د ثبات بښلو لپاره د ایران له حکومت سره ګډ هدفونه ولټوي.ځکه چي ايرانيان هم لکه د امريکا دمتحده ايالتونو په شان نغواړي چي په افغانستان کي سني افراطيان پر قدرت وي. داخبره نوموړي ورځپاڼي د يو امريکايي منصبدار له قوله کړې ده.