1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د اتومي ترهګرۍ په اړه گواښ وکړ

۱۳۹۱ فروردین ۸, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/14Si1

د جنوبي کوریا په پلازمینه سول کې د هستوي امنیت د نړیوال کنفرانس ګډون والو خپلو بحثونه ته ادامه ورکړه. د خبرو اترو مهمه موضوع له هستوي موادو څخه د ناوړه ګټه پورته کولو پر ضد د اقداماتو غوره کول دي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولس مشر بارک اوباما د اتمي ترهګرۍ د دوامداره خطر څخه اخطار ورکړ. نوموړي وویل چې داسې مواد شته چې که د جنایت کارانو لاس ته ولویږي نو د زرهاو انسانانو ژوند له خطر سره مخامخولای شي.
 
له دوشنبې راهیسې د پنځوسو څخه د زیاتو هیوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران په سول کې په دې سره خبرې اترې کوي چې څرنګه کولای شي هستوي مواد خوندي وساتي او غیرې قانوني تجارت ئې بند کړي.