امریکا: د اسد رژیم د نسکورېدو په حال کې دئ
۱۳۹۱ تیر ۲۹, پنجشنبهاعلان
د امریکا د حکومت په نظر د بشارالاسد پر دریو نزدو لوړپوړو چارواکو باندې خونړي بریدونه به د ده د رژیم په رانسکورولو کې ډېره اغېزه ولري. د امریکا د ولسمشر بارک اوباما یوه ویاند ویلي دي چې اسد نور خپل کنترول د لاسه ورکوي.
د چهارشنبې په ورځ په دمشق کې د یوه برید له امله د اسد یو اخښی، د دغه هیواد د دفاع وزیر او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي له منځه ولاړل. د دغه برید مسئولیت د سوریې د آزاد پوځ په نامه یاغیانو پر غاړه اخیستی دئ. تر دغه برید وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم د سوریې په اړه د یوه پرېکړه لیک تصویبول وځنډول. روسیه اوس هم د سوریې په مقابل کې د بندیزونو له وضعه کولو سره خپل مخالفت ښیی.