امريکا په جولای کي د افغانستان او عراق څخه سرتيري باسي
۱۳۸۹ بهمن ۶, چهارشنبهد بارک اوباما په هغه وينا کي چي د ولس د وضعيت په هکله يې کانګريس ته وکړه، په نړيوالو مسايلو کي تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان او عراق راتلونکې په ګوته سوې ول.
د امريکا ولسمشر وويل چي امریکا غواړي په جولای کي د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په وتلو پيل وکړي.
« د هغوی سخته جگړه په مخ کي ده، او افغان حکومت ته په کار ده چي هيواد په اغېزناک ډول کنترول کړی. موږ د خپله اړخه هغه امکانات نور هم قوي کو تر څو د افغانانو سره مو همکارۍ نوري هم ټينگي سي.»
د هغه په خبره په روان کال کي به شاوخوا ۵۰ هيوادونه زموږ سره په هغه برخه کي کار کوي چي په خپله افغانانو ته د مسوليت سپارلو پروسه ويل کيږي او نور به د افغانستان امنيتي ځواک د خپل هيواد ساتنه په خپله کوي. خو په جولای کي به موږ د خپلو ځواکونو په وتلو پيل وکړو.»
د امريکا ولسمشر بارک اوباما کانگرس ته د ولس د وضعيت په نامه وينا کي وويل، چي:
« زموږ د قهرمانو سرتيرو په فعاليت او د ولس په ملاتړ اوس په افغانستان کي ډير لږ افغانان د طالبانو تر کنترول لاندي دي.»
اوباما د عراق په اړه وويل چي: « په روان کال به مخکي تر دې چي موږ په عراق کي خپل ماموريت ته د پای ټکی ږدو او ځني وزو، زموږ ملکي مارموريت د عرقيانو سره د ښه همکارۍ د ساتلو او ټينگولو په موخه کار کوي.»
هغه وويل امريکا په عراق کي خپلي ژمني تر سره کړې او اوس يې د ماموريت وروستۍ شيبې دي.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکیم