1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي قوماندانان غواړي د جگړې لمن پاکستان ته پراخه کړي

۱۳۸۹ آذر ۳۰, سه‌شنبه

د امريکا د متحده ايالاتو لوړ پوړي قوماندانان غواړي چي د خاصو عملياتي ځواکونو په استفادي سره د ځمکنيو حملو لمن د پاکستان قبايلي سيمو ته پراخه کړي. دا خبره پرون د نيويارک تايمز د ورځپاني په يو رپوت کي بربنډه شوي ده.

https://p.dw.com/p/QhBN
« اوس هغه وخت رارسيدلی چي موږ د پولي بلي خوا ته ور واړو.»
« اوس هغه وخت رارسيدلی چي موږ د پولي بلي خوا ته ور واړو.»انځور: AP

د ورځپاڼي په ويب سايت کي په يو خپاره سوي رپوټ کي راغلي دي چي د متحده ايالاتو پوځي قوماندانان وروسته تر هغه دغه تصميم نيسي چي پاکستانی پوځ د تيرو هلو ځاو سره سره ونه توانيدی چي په قبايلي سيمو کي، چي په غير علاقه مشهوره دي، د اورپکو هډې ويجاړي کړي او د هغوي د فعاليتونو مخ ونيسي.

کله چي د پنتاګون له يو وياند څخه د نيويارک تايمز د دغه رپوټ په هکله پوښتنه وسوه، هغه پر دې موضوع د تبصري کولو څخه ډه ډه وکړه.

د نيويارک ټايمز په رپوټ کي زياته سوې چي دغه پلان چي د افغانستان له خاوري څخه دي د پاکستان دننه ته د ځمکنيو حملو لمن پراخه سي، تراوسه پوري رسماً منظور سوی نه دی.

خو سياسي مشران وايي، په داسي حال کي چي له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو د پيل ضرب الاجل د رانژيدو کي په حال کي دی، تر بل هر وخت اوس دغسي يو پلان ته اړتيا ليدل کيږي.

د متحده ايالاتو يو لوړ پوړي چارواکي چي د خپل هويت د نه بربنډولو په شرط يې خبري کړي د فرانس پرس خبري آژانس ته ويلي:« اوس هغه وخت رارسيدلی چي موږ د پولي بلي خوا ته ور واړو.»

کله چي په واشنګتن کي د پاکستان له سفير، حسين حقاني څخه پوښتنه وسوه چي د نيويارک ټايمز د مقالې په هکله څه نظر لري، هغه ويلي:« پاکستان خپله د دې توان لري چي د زور پالونکو د ګواښونو په مقابل کي جواب ورکړي او هيڅ بهرني قوت ته به اجازه ونه سي چي زموږ د خاوري په دننه کي په عمل لاس پوري کړي.»

د متحده ايالاتو د ټولو ځواکونو لوي درستيز، مايک مولن تيره اونۍ په پاکستان او افغانستان کي له چارواکو سره وليدل.

د پاکستان او افغانستان تر منځ قبايلي سيمه
د پاکستان او افغانستان تر منځ قبايلي سيمهانځور: Abdul Sabooh

د پاکستان سفير يادونه وکړه، په دغو ليدنو کتنو کي داسي خبره ياده نه سوه چي هغه دي د کومي نا معقولي مشورې ښکاروندي وي او يا د دې ويندويي وکړي چي ناټو په افغانستان کي د خپل رسمي ماموريت د صلاحيت له حدودو څخه بهر په يو اړخيزه توګه په عمل لاس پوري کړي.

پاکستان وايي چي د 2002 کال څخه را په دې خوا تر اوسه پوري له ياغيانو سره په جګړه کي 2421 پاکستاني سرتيري او نيمه پوځيان يا مليشې وژل سوي او څه دپاسه 7000 نور ټپيان دي.

په عين وخت کي د متحده ايالاتو ځيني نور چارواکي هم د دي مخالف دي چي د پاکستان د خاروي دننه ته دي د امریکا او ناټو د ځمکنيو عملياتو لمن پراخه سي.

د بارک اوباما د ادارې يو لوړ پوړي چارواکي چي هويت يي د فرانس پرس خبري آژانس ته نه دی بربنډ کړی ويلي:« دا اقدام رغوونکی نه دی» مګر دا چي د القاعدې د شبکې کوم لوړ پوړی مشرهدف وي.

دغه چارواکی زياتوي، د پاکستان د خاوري په دننه کي په ښکاره توګه پوځي عمليات په دغه هيواد کي کيدای سي سياسي بې ثباتي زياته کړي اولاس ته راغلي برياليتبونو ته هم خڼد سي.

تر اوسه پوري د متحده ايالاتو ځيني پټ عمليات د پاکستان د خاوري په دننه کي تر سره سوي دي او يا تر سره کيږي چي د هغو په جمله کي دCIA په ملاتړ د افغان مليشو حملې او بې پيلوټه الوتکو هوايي ببمارۍ شاملي دي.

بله خوا په افغانستان کي ناټو ځواکونه د نيويارک ټايمس ورځپاڼي دغه رپوټ ردوي چي گواکي دوی غواړي د جگړې لمن پاکستان ته پراخه کړي.

د ناټو د مخابراتي چارو د ريس مرستيال امريکايي جورج سميت نن وويل د نيويارک ټايمز رپوټ رشتيا نه دی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل