امريکا د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري په افغانستان کښي پاتيږي
۱۳۹۰ اسفند ۹, سهشنبهاعلان
د امريکا د متحده ايالاتو حکومت په افغانستان کښي پر نوي تشدد او زورزياتي سربيره چي ددوی د بګرام په نظامي اډه کښي د قرآن شريفو تر سوځولو وروسته رامنځته سوی وو، د ۲۰۱۴ کال تر پايه پوري په افغانستان کښي پاتيږي.
د امريکا د جمهوررئيس وياند جي کارنې په واشنګټن کښي دې ته اشاره وکړه چي د امريکا متحده ايالاتو په تيروکلونو کښي د القاعده او طالبانو پر ضد مبارزه کښي ډير پرمختګونه کړي دي او هيڅ دليل نه ويني چي د افغانستان په اړه خپلي ستراتيژۍ ته تغير ورکړي.