امريکا د راکټونو د دفاعي سيسټم پر جوړولو باندي ټينګ ولاړ دئ
۱۳۹۰ بهمن ۲۸, جمعهاعلان
د امريکا حکومت د « مېدس» په نامه د راکټونو د دفاعي سيسټم پر جوړولو باندي ټينګ ولاړ دئ. د ملياردونو ډالرو دغه پروژه چي د آلمان او ايټاليې سره په ګډه پر لار اچول کيږي، د امريکا د دفاع په وزارت کي د سپما پر پروګرام سربيره به پر مخ يووړل سي. دغه خبره د امريکا د دفاع وزير پنيټا د آلمان د دفاع وزير دېميزېر سره په واشنګټن کي کړې ده. د راکټونو دغه سيسټم چي ارزښت ئې تر ۴ ملياردو ډالرو اوړي، تر ۲۰۱۳ کال پوري به تمويل سي.