1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د وينزويلا په اساسي قانون کي د بدلون راوستلو د ناکامۍ ملاتړ کړی دی

۱۳۸۶ آذر ۱۳, سه‌شنبه

د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټرشټاين ماير د وينزويلا د چپي مشر هوګوچاويز لخوا د هغه هيواد په اساسي قانون کي د بدلونونو راوستلو ناکامي ستايلي ده.

https://p.dw.com/p/DKGl
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټرشټاين ماير
د جرمني د بهرنيو چارو وزير فرانک والټرشټاين مايرانځور: AP

شټاين ماير په برلين کي وويل، په وينزويلا کي د ټول پوښتنو پايلو په ډاګه کړه چي تر اوسه هم په هغه ملک کي د فکر او اندېښنو خاوندان سته.

د يکشنبې د ورځي په رايه کيري کي د وينزويلا 51% وګړو د چاويز لخوا رامنځ ته سوو د اساسي قانون د بدلونونو پرضد رايي ورکړې.

چاويز غوښتل چي په دې ترتيب سره د خپل حکومت موده اوږده او هغه هيواد د سوسياليزم و خواته بوزي.