1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا افغان ښځینه قاضيانو او کورنیو ته يې پناه ورکوي

۱۴۰۰ دی ۱۱, شنبه

کاناډا غواړي افغان ښځینه قاضيانو او د هغوی د کورنیو غړو ته پناه ورکړي. دغه قاضيانې له کابله د تخلیې پروګرام پر مهال له افغانستان څخه وتلې چې اوس په يونان کې اوسيږي.

https://p.dw.com/p/452Te
Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
د افغانانو د تخلېې پروګرام يو انځور - آرشیفانځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د کاناډا د کډوالو د چارو د وزارت يوه ویاند د جمعې په ورځ وويل چې دغه افغانې قاضيانې او د هغوی د کورنۍ له غړو علاوه دغه هیواد شاوخوا ۲۳۰ نورو افغانانو ته هم پناه ورکوي. زياته شوې چې په دغو افغانانو کې په نامعلوم شمیر کې همجنسبازان او ترانسجندر په څیر کسان هم شامل دي.

دغه افراد به د همدې کال په جریان کې کانا‌ډا ته انتقال شي چې د انتقال کره نيټه يې ښودل شوې نه ده.

کاناډا د ۴۰ زره افغان مهاجرو د منلو ژمنه کړې ده خو دا چې دغه اقدام به څه وخت ترسره کوي، د دې له پاره يې مشخص وخت ټاکلی نه دی.

د کاناډا حکومت د ارقامو له مخې، په اګست مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي قواوو تر وتلو وروسته، دغه هیواد په زرونو افغانانو ته ځای ورکړی دی. په دغو افغانانو کې ۳۹۱۵ تنه يې د کاناډا حکومت پورې او ۲۵۳۵ تنه نور يې د نورو بشري سازمانونو سره تړاو لرونکي ښودل شوي دي.

Griechenland | Geflüchtete Frauen aus Afghanistan in Athen
په آتن کې افغان قاضیانې او حقوق پوهانېانځور: Eurokinissi/ZUMA Press/picture alliance

کاناډا په داسې حال کې د افغان ښځينه قاضيانو د منلو خبره کوي چې افغان میرمنو په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان په سیاست، معارف، اقتصاد، مدني فعالیتونو او نورو برخو کې فعاله ونډه درلوده او ډير ګامونه يې پورته کړي دي. 

په آتن کې د یوې افغانې قاضي د کورنۍ يوه غړې، فرشته مصئوني وايي: «دغه ټولې شل کلنې لاسته راوړنې د سترګو په رپ کې بيرته صفر ته راښکته شوې.»

په اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو پر بیا واکمنیدو سره ښځېنه مامورانې پر کور کينول شوي او نجونې هم په اکثرو ولایتونو کې یوازې تر شپږم ټولګي پورې کولی شي ښوونځيو ته ولاړې شي. طالبانو همدارنګه د ښځو د چارو وزارت لغو کړی او په خپله کابينه کې يې هم تر اوسه ښځو ته ځای نه دی ورکړی.

د طالبانو تر واکمنيدو وروسته په لسونو زره افغانان له افغانستان څخه بهرنيو هیوادونو، تر ډيره اروپا او امریکا ته ووتل او لا هم دغه بهیر ادامه لري.

د کاناډا د کډوالو د چارو وزیر، سين فريسر د تیرې میاشتې په سر کې رويټرز ته ويلی وو چې د افغانانو د انتقال په برخه کې د سیمزو شریکانو له خوا لوژستيکي ظرفيت په برخه کې ستونزې شته چې په همدې دليل به د انتقال موده به يو څه وخت ونیسي.