1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د څرخي الوتکې لویدو د ناټو پنځه سرتيري ووژل

۱۳۹۴ مهر ۲۰, دوشنبه

په کابل کې د ناټو د یوې څرخي الوتکې د لویدو له کبله د دوو بریتانیایانو په ګډون، د ناټو پنځه تنه سرتیري وژل شوي دي. طالبانو د یکشنبې په ورځ هم په کابل کې د بریتانیاوي ځواکونو پر یوه قطار باندې برید کړی وو.

https://p.dw.com/p/1GmVi
انځور: AP

د ناټو دغه الوتکه په کابل کې د دغو ځواکونو په اډې کې د ناستې پر مهال ولویده. د ناټو چارواکو روښانه کړې ده چې الوتکې د یاغیانو د کوم برید له کبله سقوط نه دی کړی.

د ناټو له خوا په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «د الوتکې د لویدو له کبله د [ناټو] قاطع ملاتړ ماموریت پنځه غړي وژل شوي او پنځه تنه نور بیا ټپیان دي.» په بیانیه کې د پیښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

په لندن کې د بریتانیا د دفاع وزارت منلې ده چې د کابل په پیښه کې یې دوه سرتیري وژل شوي. د انګلستان د دفاع وزارت چارواکو زیاته کړې ده چې د څرخي الوتکې د رالویدو په اړه يې څیړنې پیل کړې دي. له وروستۍ پیښې سره له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د وژل شویو سرتیرو شمیر ۴۵۶ تنو ته رسیدلی دی.

د ناټو دغې الوتکې یوازې څو ساعته وروسته تر هغه سقوط وکړ چې طالبانو د افغانستان په پلازمینه کې د بریتانیاوي ځواکونو پر یوه قطار باندې چاودنه وکړه. افغان چارواکو ویلي دي چې په دغه پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه ملکیان ټپیان شوي دي. ویل شوي دي چې په پیښه کې بریتانیايي سرتیرو ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو ویلي دي چې د یکشنبې ورځې برید يې په کندز ولایت کې د بې سرحده ډاکټرانو پر روغتون باندې د برید د غچ اخیستلو په موخه ترسره کړی دی. د روانې میاشتې په دریمه نیټه امریکایي جنګي الوتکو په کندز ولایت کې د بې سرحده ډاکټرانو یو روغتون بمبار کړ چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۲ ډاکټران او ۱۰ تنه ناروغان ووژل شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب