1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د کندز قربانيانو ته تاوان ورکوي

۱۳۹۴ مهر ۱۹, یکشنبه

د امريکا متحده ايالاتو جنګي الوتکو د مياشتې په پيل کې د MSF پر روغتون باندې بمباري کړې وه چې ۲۲ انسانان پکې ووژل شول. اوس د امريکا متحده آيالاتو حکومت غواړي چې قربانيانو ته تاوان ورکړي او د ودانۍ پر بيارغاونې پيسې ولګوي.

https://p.dw.com/p/1GmJB
په کندز کې د بی سرحد ډاکترانو روغتون له امریکايی حملې څخه وروسته
په کندز کې د بی سرحد ډاکترانو روغتون له امریکايی حملې څخه وروستهانځور: picture-alliance/dpa/MSF

د پنتاګون یوه وياند وويل چې ملکي قربانيانو او د هغوی خپلوانو ته به «د وير په بدل کې نقدي تاوان» ورکړل شي، چې دقيق مقدار يې په ګوته نه کړ. زياته يې کړه چې له اړوندو کسانو سره به په تفاهم سره «مناسب» تاوان ومنل شي او سربېره پر دې د کندز د روغتون د بيا رغاونې له پاره هم پيسې مصرفې شي.

د قوماندې په زنځير کې تېروتنه شوې ده؟

د متحده ايالاتو د څرګندونو پر اساس هوايي بريد د افغان امنيتي ځواکونو په غوښتنه تر سره شو، چې ورباندې د طالب جنګياليو له طرفه ډزې کېدلې. په بريد کې بيا «ګڼ شمېر ملکيان په خطا سره ولګېدل». په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو امريکايي قوماندان، جان کېمپبل، د هوايي بريد لامل د قوماندې په زنځير کې تېروتنه وبلله.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر، بارک اوباما، په دې وروستيو کې په شخصي ډول د «بې سرحده ډاکټرانو» له مرستندوی سازمان څخه بخښنه غوښتې وه. له افغان ولسمشر، اشرف غني، سره په تليفوني خبرو کې اوباما د «بشپړو او شفافو» پلټنو ژمنه وکړه. پر کلينیک باندې د بريد په اړه اوسمهال درې پلټنې روانې دي، يوه د امريکايي پوځ، بله د افغاني چارواکو او دريمه د ناټو له خوا تر سره کيږي.

د افغانستان د ملي اردو یو ټپی سرتیری په کندز کې بل و ر سره مرسته کوي
د افغانستان د ملي اردو یو ټپی سرتیری په کندز کې بل و ر سره مرسته کويانځور: Getty Images/AFP/Stringer

خطا يا جنګي جنايت؟

خو د «بې سرحده ډاکټرانو» ټولنه د کلينيک ويجاړېدل بيا جنګي جنايت بولي او د يوې نړيوالو بې پرې پلټنې غوښتنه کوي. د دغه مرستندوی سازمان د څرګندونو له مخې افغاني او امريکايي ځواکونو دواړو د څلورو کلونو راهيسې فعال دغه روغتون د «جي پي اس» کووردينات درلودل. ياد روغتون د افغانستان په شمال ختيځ کې يوازنی روغتون و چې د سختو جنګي ټپونو درملنه يې کولای شوه. پر روغتون د بمبارۍ تر څنګ، افغان حکومت غواړي چې د طالبانو له خوا پر کندز باندې يرغل هم وڅېړي. تندلارو اسلامپالو جنګياليو دغه ښار د سپتمبر په ۲۸مه نېټه نيولی او درې ورځې د حکومتي ځواکونو په وړاندې ساتلی و. په دې ترڅ کې افغان ملي اردو د ښار لويه برخه بېرته نيولې ده، خو په ځينو ناحيو کې جنګونه دوام لري. د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال پروګرام د څرګندونو له مخې په زرونو اوسېدونکو د کندز ښار پرې ايښی دی او اوس د نورو شاوخوا ښارونو په پنډغالو کې ژوند کوي.