1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین د اوکراین جګړې په هکله: بېړه ورته نه لرو

۱۴۰۱ شهریور ۲۶, شنبه

روسيه غواړي په خارکيف سیمه کې د اوکراين د تعرضي حملو سربېره، د اوکراین په ختيځ کې خپلې حملې پراخې کړي. پوتين بيا لويديځ د «ګازو د بېې د لوړېدا» مسئول وباله او په اوکراین کې د جګړې په تړاو ېې وويل چې «کومه بېړه نه لري.»

https://p.dw.com/p/4H0Iv
China I Gipfel der Shanghaier Organisation für Zusammenarbeit I Wladimir Putin
انځور: Sergei Bobylev/Pool Sputnik Kremlin/AP/picture alliance

د روسېې ولسمشر، ولاديمیر پوتين په ازبکستان کې د شانګهای د همکاريو سازمان په غونډه کې وويل چې روسیه د اوکرايني ځواکونو د تعرضي عملیاتو سربېره، په پام کې لري خپلو حملو ته ادامه ورکړي.

هغه د جمعې ورځې په ماښام (د سپتمبر ۱۶مه) خبريالانو ته وويل چې د روسېې تر ټولو مهم هدف د اوکراین په ختيځ کې د ټولې دونباس سېمې «آزادول» دي او هيڅ اړتيا نه لري چې پر دې هدف بیا کتنه وشي.

اوکراین: په بېرته نيول شوو سيمو کې د ملکيانو مړي موندل شوي

پوتين په دې هکله وويل: «موږ هيڅ بېړه نه لرو.» هغه ادعا وکړه چې روسيه «یوازې داوطلب سرتيري د اوکراین جګړې ته استوي.»

روسیه تېره اوونۍ د اوکرايني ځواکونو د تعرضي حملو په نتيجه کې اړه شوه چې شاتګ وکړي او خپل ځواکونه د جګړې له يو شمیر سېمو څخه وباسي.

د روسېې په کنټرول کې راغلي د اوکراين د څو ښارونو او کلیو بېرته نېول، پر مسکو له سترو ګوزارنو څخه یو دی چې په وروستیو میاشتو کې ورباندې وارد کيږي.

زیلینسکي:‌ په ایزیوم کې مو ډله ایز قبر موندلی دی

پوتين د اوکرايني ځواکونو د متقابلو حملو په هکله د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وويل: «انتظار به وکړو او وبه وينو چې دا بهير به څنګه وي او څرنګه به پای ته رسيږي.»

Ukraine I Massengrab in Balaklija
د اوکرایني ځواکونو له خوا له روسي ځواکونو له خوا د بېرته نېول شوو سيمو کې یو هم د ایزیوم ښار دی، اوکراین وايي هلته ېې ډله يیز قبر موندلیانځور: Gleb Garanich/REUTERS

هغه همدارنګه ادعا وکړه چې اوکراين هڅه کړې تر څو د روسېې اتومي تاسيساتو او اتومي بټيو ته نژدې حملې ترسره کړي او ژمنه ېې وکړه چې «د ناوړه پېښو د رامنځ ته کېدو د مخنیوي په خاطر به خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.»

پوتين زیاته کړه: «که هغوی نه متوجه کيږي چې دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي او تروريستي کړنو سره کوم توپير نه لري، په هغه صورت کې به موږ پر ځوابي اقدام لاس پورې کړو.»

پوتين يو ځل بیا غربي هیوادونه د ګازو د لوړې بېې «مسئول» وبلل او پر خپلو وړانديزي حل لارو ېې ټينګار وکړ: «د نورد ستريم۲ پايپ لاين له لارې چټکه استفاده.» هغه وويل د دغه پايپ لاین له طریقه کېدای شي په کال کې ۵۵ ميليارډ متر مکعب ګاز آلمان ته صادر شي او د دغه کار له پاره باید یوازې «پر ېوې تڼۍ فشار وارد شي.»

فون دیرلاین: د هاګ په جزا محکمه کي د پوتین محاکمه ممکنه ده

د روسېې ولسمشر همدارنګه هڅه وکړه تر څو د خبريالانو په ځواب کې د هندوستان هغه اندېښنې برطرفه کړي چې اوکراين سره د جګړې په تړاو ېې لري. پوتین وويل: «روسېه د جګړې چټک پای غواړي، خو اوکرایني لور مذاکرې ته حاضر نه دی.»

د هندوستان صدراعظم، نريندرا مودي، د شانګهای سازمان د غونډې په څنډه کې د روسېې له ولسمشر سره د کتنې پر مهال د خپل هیواد پر محتاطانه او بېطرفانه دريځ باندې د ټينګار تر څنګ، د اوکراين په جګړه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پراخې همکارۍ غوښتونکی شو.

Usbekistan l Gipfeltreffen in Samarkand l Familienfoto
د هندوستان صدارعظم د شانګهای غونډې په څنډه کې پوتین سره د کتنې پرمهال هغه ته په خطاب کې وويل چې نن ورځ نور د جګړې دوران نه دیانځور: Sergei Bobylev/AP/picture alliance

هغه پرون جمعه، پوتين ته په خطاب کې وويل: «نن ورځ نور د جګړې دوران نه دی، بلکې زموږ توجه او هڅې باېد تر هرڅه ډير د خوراکي موادو، کيميايي سرې او د سوند موادو د تامين په څير مواردو باندې متمرکزې وي.»

روسیه:‌ اوکراین ته به د امریکا اوږد واټنه توغندي تر سرې کرښي تيرېدل وي

تېره اوونۍ د جي۷ ډلې هیوادونو مشرانو په برلين کې په خپلو غونډو کې اوکراین سره د لا ډير پيوستون ژمنې تر څنګ اعلان وکړ، څرنګه چې پوتين په غرب کې «دیموکراسۍ» سره د مبارزې په حال کې دی، جي۷ به اوکراین سره لا ډيرو مرستو او پېوستون ته ژمن وي.

د امریکا د کانګریس مشره نانسي پلوسي چې د جي۷ په غونډو کې له حاضرینو څخه یوه وه، وويل: «د اوکراين خلکو سره به زموږ پیوستون ادامه ولري، ولې چې هغوی نه یوازې له دیموکراسي څخه د خپل ځان له پاره، بلکې زموږ ټولو له پاره دفاع کوي.»

دویچه ویله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

په اوکراین کې جګړه؛ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل