1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زیلینسکي:‌ په ایزیوم کې مو ډله ایز قبر موندلی دی

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

اوکرايني عسکرو څه موده مخکي د ايزيوم سيمه له روسي ځواکونو څخه بیرته ونيوله چې پکې ډله ایز قبر موندل سوی دی. د اوکراین ولسمشر ولوديمير زيلنسکي ويلي دي چي د اجتماعي قبرونو په هکله به نور معلومات هم د نړۍ سره شريک کړي.

https://p.dw.com/p/4Gyv4
په ايزيوم کي ډليز قبر موندل سوي دي
په ايزيوم کي ډليز قبر موندل سوي ديانځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance

د اوکراين چارواکي وايي چي د هيواد په شمال ختيځه سيمه کي پروت ايزيوم ښار ته نژدې يې د سلونو انسانانو ډليز قبرونه موندلي دي. دغه سيمه تر مخه د روسي ځواکونو لاس ته لوېدلې وه او څو ورځي تر مخه بېرته اوکرايني عسکرو تر خپل کنټرول لاندی راوستله.

د اوکراين ولسمشر ولوديمير زيلينسکي د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر ۱۵مه) د اوکراین ولس ته په خپله وينا کي د ياد ډليز قبر د موندلو معلومات ورکړل. د هغه په وينا په دغه قبر کي تقريبا ۴۴۰ مړي موندل سوي دي.

فون دیرلاین: د هاګ په جزا محکمه کي د پوتین محاکمه ممکنه ده

نوموړي په خپله وينا کي زیاته کړه: «د خارکيف په ايزيوم سيمه کي دغه اجتماعي قبر موندل سوی دی. په دې برخه کي اړينه تګلاره پلي کيږي او اقدامات کيږي. د جمعې په ورځ به نور تصديق سوي معلومات شريک کړل سي.»

بريتانيا: اوکرايني ځواکونو تر ۵۰ کيلومترۍ پورې سيمې له روسانو بیرته نيولي

د اوکراين ولسمشر زياته کړه: «موږ غواړو چي نړۍ په دې خبره سي چي په حقيقت کي څه تيريږي او دا چي دا د روسي يرغل له کبله څه سوي دي.» د هغه په وينا «اول بوا بيا ماريوپول او اوس له بده مرغه ايزيوم...روسيې هر ځای مرګ شاته پرې ايښی دی او له دې کبله بايد چي مسؤل ونيول سي.»

تېره اونۍ د اوکرايني قواوو د ځوابي عملياتو په ترڅ کي روسي ځواکونه د خارکيف ښار د ايزيوم سيمي څخه پر شاتګ ته مجبوره سوي ؤ او په دې ترڅ کي په زرونو روسي عسکر تښتېدلي ول.

تر څلور سوو څخه زیات موندل سوي مړي

د خارکيف سيمي د پوليسو مشر سرهې بولينوف په دغه سيمه کي د ياد قبر تحقيقات کوي. نوموړي د پنجشنبې په ورځ د بريتانيې رسنۍ سکای نيوز ته وويل چي په ډليز قبر کي د موندل سوو مړو فورينزيک يا تر مرګ وروسته طبي معاينه ادامه لري.

ژورنالستانو ته د پنجشنبې په ورځ د ايزيوم د باندي ځنګلي سيمه وښودل سوه چي پکښي په سلونو قبرونه جوړ سوي ول.
ژورنالستانو ته د پنجشنبې په ورځ د ايزيوم د باندي ځنګلي سيمه وښودل سوه چي پکښي په سلونو قبرونه جوړ سوي ول.انځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance

بولوينوف وويل: «زه دا ويلای سم چي په آزادو کړل سوو سيمو کي په يوه لويه ولسوالۍ کي موندل سوو قبرونو څخه دغه تر ټولو لوی قبر دی... په دغه قبر کي ۴۴۰ مړي پر يوځای ښخ کړل سوي دي.» هغه زياته کړه: «د بعضو وژل سوو کسانو مرګ د توپخانې د فايرونو له کبله رامنځته سوی دی...بعضي په هوايي بريدونو کي وژل سوي دي.»

زيلنسکي د چهار شنبې په ورځ د ايزيوم و ښاري سالون ته هم ورغلی ؤ. د اسوشيېتد پريس خبري آژانس د خبر له مخي يو شمېر ژورنالستانو ته د پنجشنبې په ورځ د ايزيوم د باندي يو ځنګل ورښکاره کړل سو. د راپور له مخي په دغه ځنګل کي په سلونو قبرونه موجود ول چي ورباندي له لرګي څخه جوړ سوي صليبونه نصب ول او پر اکثرو شمېرې هم ليکل سوي وې.

زياته سوې چي پر يو لوی قبر ليکل سوي ول چي پکښي ۱۷ اوکرايني عسکر ښخ دي. په عين وخت کي اوکرایني چارواکي په ځانګړو آلاتو سره د ممکنه پټو ماينونو د موندلو کوښښ هم کوي.

آ./ا.ا./ن.ز.