1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فون دیرلاین: د هاګ په جزا محکمه کي د پوتین محاکمه ممکنه ده

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

د اروپا اتحادیې د کمیساري، اورزولا فون دیرلاین په نظر د هاګ په جزا بین المللي محکمه کي د روسیې د جمهورئیس، ولادیمیر پوتین محاکمه ممکنه ده.

https://p.dw.com/p/4GyED
Internationaler Strafgerichtshof in Den Haag
انځور: Peter Dejong/AP/picture alliance

هغې د بیلډ ټلویزوني چینل سره په خبرو کي وویل، چي «زه دا کار ممکنه بولم». په خبره یې په اوکراین کي سخت جنګي جرایم تر سره سوي دي. «ځکه نو موږ هلته د اسنادو او شواهدو د راټولو څخه ملاتړ کوو، تر څو په هاګ کي د جزأ بین المللي محکمې ته ارائه سي. د دا ډول اسنادو موجودیت زموږ د حقوقي نظام اساس تشکیلوي، تر څو له مخي یې دغه جنایتونه ثابت سي. او په اخره کي به یې پوتین مسؤل وپيژندل سي.»