1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

«اوکراین ته به د اوږد واټنه توغندي تر سرې کرښي تيرېدل وي»

۱۴۰۱ شهریور ۲۴, پنجشنبه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې که امریکا متحده ایالات پریکړه وکړي چې اوکراین ته اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي، دا تر سرې کرښې تېريدل دي او د شخړې طرف ګرځي. روسیې ویلي چې دغه هیواد د ځان دفاع حق لري.

https://p.dw.com/p/4Gvqj
Südkorea USA Militär Manöver
انځور: South Korea Defense Ministry/AP Photo/picture alliance

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنې په ورځ وویل چې که چیرته امریکا متحده ایالات اوکراین ته د اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي دا تر سرې کرښې تېريدل دي او په دې توګه امریکا د شخړې طرف ګرځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا، همداراز زیاته کړه چې روسیه «د خپلې خاورې د دفاع حق لري.»

واشنګټن اوکراین ته داسې پرمختللي توغندي ورکړي چې کولی شي ان تر ۸۰ کیلومترو پورې لیرې هدف په نخښه کړي. امریکايي چارواکي وايي چې اوکراین ژمنه کړې چې امریکايي توغندي به د روسیې په خاوره کې د هدفونو په نخښه کولو له پاره نه کاروي.

بريتانيا: روسيه له ۶۰ کالو زړو توغنديو کار اخلي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې چې «که واشنګټن کیف ته د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو د ورکړې پریکړه وکړي، دا نو بیا تر سرې کرښې اوښتل دي او په دې توګه به د شخړې مستقیم طرف وګرځي.»

اوکراین له امریکا متحده ایالاتو او نورو اروپايي هیوادونو څخه د اوږد واټن ویشتونکو توغندیو په ګډون ګڼ شمیر وسلې او نظامي تجهیزات ترلاسه کړي دي ترڅو د روسي ځواکونو له بریدونو سره مقاومت وکړي.