1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا: روسی پوځ د ۶۰ کاله مخکې توغنديو څخه کار اخلي

۱۴۰۱ خرداد ۲۱, شنبه

د بریتانیا دفاع وزارت وايي د روسېې عصري توغندي کم شوي دي. زياته شوې چې د روسيې پوځ د کښتیو ضد د ۶۰ کلونو مخکې توغندي کاروي چې اهداف په دقیقه توګه نشي ويشتلی.

https://p.dw.com/p/4CZUV
Sowjetunion 1989 Vernichtung SS-20 Raketen
انځور: picture-alliance/akg-images/Russian Picture Service

د بريتانيا دفاع وزارت د يو تازه رپوټ په حواله، د روسيې بم غورځوونکو الوتکو د اپریل مياشتې راهيسې د ځمکنیو اهدافو په موخه په احتمال سره په لسونو قدیمي Kh-22 ډوله توغندي وار کړي دي. دغه توغندي چې اتومي سرګلولې هم لیږدولی شي، په ۱۹۶۰مه لسيزې کې د «دښمن» د الوتکو لیږدونکو جنګي کښتیو د لمنځه وړو په موخه جوړ شوي دي. که چیرته دغه توغندي له معمولي سرګلولې سره د ځمکنیو اهدافو له پاره وکارول سي، ډير نادقیق وي چې کولی شي د پام وړ ملکي تلفات او جانبي زیانونه واړوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت په رپوټ کې همدارنګه راغلي دي: «روسيه په احتمال سره د دقیقو او عصري توغندیو د کمښت له کبله دغه ډول ناکاره تسلحياتو ته مخه کړې ده.»

د اوکراین د پوځي استخباراتو د څانګې مرستيال، واديم سیکبيتسکي هم بريتانوۍ ورځپانۍ «ګارډين» ته ويلي دي چې مسکو د جګړې په لومړۍ میاشت کې په پرله پسې توګه توغندويزې حملې ترسره کړې، خو په تيرو شاوخو دوو میاشتو کې ېې د ګولیو وارول تر يو حده لږې شوي دي.

د اوکراين دغه چارواکي زیاته کړه: «موږ متوجه شوي يو چې روسېه ډيرې لږ توغنديزې حملې تر سره کوي او د پخواني شوروي اتحاد د وخت Kh-22 ډوله زړو توغندیو څخه استفاده کوي.»

د اوکراین د پوځي استخباراتو څانګې دغه چارواکی ټينګار کوي چې د روسېې عصري توغندي د خلاصيدو په حال کې دي او دغه هیواد د تحریمونو له کبله په داسې يو وضعیت کې نه دی چې په سرعت سره نور عصري توغندي تولید کړي.

د اوکراين پوځ بیا برخلاف له غربي هیوادونو څخه نوي تسليحات ترلاسه کړي او د جګړې برخليک لا تراوسه روښانه نه دي.

د بریتانيا دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ د جون ۶مه وويل چې اوکراین ته به لرې واټن ویشتونکي ام ۲۷۰ ډوله توغندي چې د امریکا متحده ایالاتو ساخت دي، په اختیار کې ورکړي. د بریتانوي چارواکو په خبره، دغه اقدام د امریکا حکومت سره په همغږۍ ترسره کیږي.

د بریتانيا حکومت له خوا اوکراین سره تر اوسه د شوو تسليحاتي مرستو کچه له ۷۵۰ ميلیونه پوندو (۸۷۴ ميليون یورو) څخه اوړي. په دغه پوځي ملاتړ کې د نورو ترڅنګ، د دافع هوا سیستم، د ټانک ضد په زرونو توغندي او په سلونو زرې وسایط شامل دي.

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي ويلي دي چې «راتلونکې د جګړې په میدان کې بدليږي». د زيلنسکي سلاکار ويلي دي چې د جمعې په ورځ (د جون ۱۰مه) د اوکراين توپخانه يي حملې چې د غربي مهماتو څخه په استفاده ترسره شوې، ډيرې موثرې وې چې په یوه ورځ کې شاوخوا ۶۰۰ روسي عسکر وژل شوي دي.

دويچه ويله ف/م.ک.ص./ا.ا.