په کابل کې د خلکو پراخ لاریونونه
۱۴۰۰ شهریور ۱۶, سهشنبهد سه شنبې په ورځ د کابل په یو شمیر سیمو کې ښځو او نارینه وو لاریونونه وکړل. دغو کسانو په خیرخانه، تایمني او دشت برچي کې د آزادۍ او خپلواکۍ د شعارونو په ورکولو سره، د «پاکستان د لاسوهنې» د بندیدو غوښتنه وکړه.
مظاهره کوونکي د طالبانو د ډلې له لوري په چټکۍ سره د افغانستان د ولکه کولو دلیل د پاکستان ملاتړ ګڼي. ځینې یې ادعا کوي چې د طالب جنګیالیو په لیکو کې پاکستانیان هم شته. طالبانو د مظاهره کوونکو د پاشلو له پاره هوایي فیرونه وکړل.
له مظاهره کوونکو یوه تن له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې دوی به د پاکستان د سفارت مخې ته خپل احتجاج ته دوام ورکړي. د هغه په خبره د بدخشان ولایت اوسیدونکي هم سړکونو ته راوتلي ول او مظاهرې یې وکړې.
یوه مور چې د اعتراض کوونکو په منځ کې وه وویل: «موږ یوازې د خپل حق دفاع کوو، موږ د کوم دفتر دفاع نه کوو چې ولاړ او په چوکۍ کښینو. خو د خپلو ځوانانو د وینو دفاع کوو. موږ د خپل وطن دفاع کوو.»
دغې مېرمنې ټینګار وکړ چې «طالبان نه شي کولی د دوی مخه ونیسي.»
ځینو لاریون کوونکو د مقاومت جبهې په ملاتړ شعارونه هم ورکول.
په ټولنیزو رسنیو کې ځینې انځورونه لاندې باندې کیږي چې د طالبانو کسان په سیمه کې حضور لري او یو شمیر نارینه وهي.
د مقاومت جبهې د مشر، احمد مسعود له لوري د «ملي پاڅون» تر غوښتنې وروسته تیره شپه په کابل کې د آریا شهرک دباندې یو شمیر خلک له خپلو کورونو راووتل او د پاکستان ضد شعارونه یې ورکړل.
په افغانستان کې د اعتراضونو لړۍ په هرات کې د ښځو له لوري د طالبانو د سختګیرانه تصمیمونو پر ضد پېل شول چې یو شمیر نورو ولایتونو ته هم وغځیدل.