1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان به ژر په کابل کې خپل سفارت پرانیزي؟

۱۴۰۰ شهریور ۱۰, چهارشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، ویلي دي چې په کابل کې د آلمان سفارت بیا پرانیستل کیدی شي. خو د دې له پاره هغه طالبانو ته شرطونه هم ایښي دي.

https://p.dw.com/p/3zlHS
Bundesaussenminister Heiko Maas in Katar
انځور: Felix Zahn/photothek/imago images

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، قطر ته د خپل سفر پر مهال ویلي دي: «که چیرې له سیاسي لحاظه امکان ولري او امنیتي وضعیت اجازه ورکړي، نو آلمان به په کابل کې بیا خپل سفارت ولري.» ماس په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی دی چې هلته یوه دیپلوماتیک حضور ته اړتیا ده ځکه چې ډیر موضوعات شته. په دې تړاو هغه د آلمان د اردو او حکومت د پخواني ځایي همکارانو د رایستلو هڅو یادونه کړې. د هغه په خبره «له دې موضوع سره به د ډیر وخت له پاره سروکار ولرو. له دې کبله موږ تماسونو ته اړتیا لرو.»

خو ماس په عین وخت کې پر دې باندې ټینګار کړی دی چې په کابل کې د سفارت بیا پرانیستل د طالبانو له مشخص سیاست او له امنیتي وضعیت سره تړلی دی. اوسمهال په کابل کې د پاکستان، چین، ترکیې او یو شمیر نور کم سفارتونه لا هم پرانیستي دي. هایکو ماس دا هم وویل چې دیپلوماتیک استازیتوب د طالبانو د حکومت د رسمیت پيژندلو په معنی نه دی. هغه ویلي: «اوسمهال د نړیوال رسمیت پيژندلو موضوع مطرح نه ده، بلکې د عملي موضوعاتو د حلولو خبره ده.»

Bundesaussenminister Heiko Maas in Katar
انځور: Felix Zahn/photothek/imago images

د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته آلمان هلته خپل سفارت وتاړه او په دې ترڅ کې ټول آلماني دیپلوماتان له دغه هیواده راوتلي دي. آلمانی دیپلومات مارکووس پوتڅل، اوسمهال په قطر کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی څو هغه کسان چې د خوندیتوب په لټه کې دي، له افغانستانه راوباسي.

وروستی تمځای

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې خپل سفر پای ته ورساوه. تر دې دمخه هغه ترکیې، ازبکستان، تاجیکستان او پاکستان ته سفرونه کړي ول. په خپل دغه سفر کې هغه پر نورو موضوعاتو سره د آلمان د ځایي افغان همکارانو یا هغه کسان چې خوندیتوب ته اړتیا لري د ځمکې لارې د راایستلو امکان ارزولی وو. د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل هم ویلي دي چې د بشري موضوعاتو په هکله باید له طالبانو سره خبرې وشي.

Heiko Maas in Islamabad
انځور: REUTERS

ماس په دوحه کې د خپلو څرګندونو پر مهال دا یادونه هم وکړه چې په افغانستان کې بي ثباتي د متحمل کیدو وړ نه ده. د هغه په خبره که چیرې طالبان د مرستې کومه غوښتنه کوي نو باید د نړیوالې ټولنې شرایطو سره سم عمل وکړي. ماس وویل چې د آلمان له پاره په دغو شرطونو کې د بشري حقونو په رسمیت پيژندل، د یوه ټولشموله حکومت جوړول، د امنیتي تظمینونه او همداشان د دې ژمنې عملي کول چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر راوتلو وروسته هم له دغه هیواد څخه د خلکو راوتلو ته اجازه ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني، له خپل آلماني سیال سره تر ملاقاتو وروسته ویلي دي: «انزوا کوم ځواب نه دی. خو په رسمیت پيژندل هم زموږ له پاره کوم لومړیتوب نه دی.» هغه په افغانستان کې له نوو واکمنو وغوښتل چې په خپل هیواد کې باید د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.