1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان نه غواړي نور افغان مهاجر ومني

۱۴۰۰ شهریور ۹, سه‌شنبه

پاکستان ویلي دي چې نور افغان کډوال نه مني. په ورته وخت کې په آلمان کې د پاکستان سفیر ویلي دي چې هیواد یي د افغانانو د را ایستلو د پروګرام ملاتړ کوي او د دوی پر مخ به خپل سرحدونه خلاص پریږدي.

https://p.dw.com/p/3ziK3
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed

پاکستان اعلان کړی دی چې نور له افغانستان څخه ورتلونکي مهاجر نه مني. په برلین کې د پاکستان سفیر محمد فیصل د سه شنبې په ورځ د «ټاګس شپيګل» ورځپاڼې ته ویلي دي چې هیواد یي لا پخوا له درې تر څلورو میلیونو افغانانو ته ځای ورکړی دی.

د هغه په وینا اوس باید شتمن هیوادونه د دوی کوربتوب وکړي. دغه پاکستاني دیپلومات وویل چې هیواد يي له ټول توان سره بهرنیو هیوادونو ته د افغانانو د ایستلو پروګرام ملاتړ کوي او د دې هدف له پاره به سرحدي پولي خلاصې پاتې وي.

محمد فیصل ټینګار وکړ چې د نوي مهاجرت د ستونزې حل د هغو هیوادونو په لاس کې دی چې ۲۰ کاله یي په افغانستان کې د ویلو څه لرل (د پریکړو واک) یې درلود. فیصل دغه خبرې له اسلام آباد څخه د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د لیدنې پر مهال کړي دي.

طالبانو له نږدې دوو اونیو راهیسې په افغانستان کې د چارو واګې په لاس کې نیولي دي او له هغه وخت راهیسې امریکا متحده ایالاتو او د آلمان په ګډون ډیرو نورو هیوادونو په لسګونو زره انسانان په الوتکو کې له افغانستان څخه ایستلي دي.

ډیر شمیر لویدیځو هیوادونو خپل د اړوندو کسانو د را ایستلو پروګرام د تیرې اونۍ په پای کې ختم کړ او د سه شنبې په ورځ (د اګست میاشتې ۳۱ نیټه) په افغانستان کې امریکا متحده ایالاتو پوځي ماموریت هم په رسمي ډول پای ته ورسید.

امریکا متحده ایالاتو د سلګونو زرو افغانانو منلو ته تیاری نیولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ن.ز