1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې افغان سیاستوالو سره د توماس وست ناسته

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ خرداد ۹, دوشنبه

د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وست ترکیه کې له افغان سیاستوالو او ملي مقاومت ډلي له مشرانو سره کتلي دي. ځینو کتونکي په دې باور دي چې امریکا له طالبانو ناهیلې شوې، خو تګلاره یې څه ده؟

https://p.dw.com/p/4C3EO
Norwegen Oslo | Thomas West, US-Sonderbeauftragter Afghanistan
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB//AFP/Getty Images

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي سلاکار محمد محقق پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي توماس په استانبول کې د سیاستي ګوندونو له استازو، د ملي مقاومت شورا له غړو، مدنې او ښځو ټولنو له استازو سره کتلي دي.

محقق زیاته کړې: «په دې لېدنه کې د افغانستان پر مسایلو او ناوړه وضعیت نظرونه تبادله شول او د افغانستان د خلکو د حقونو او لاسته راوړنو په اړه په مذاکراتو او سیاسي هوکړې خبرې اترې شوي.»

دغه راز په افغانستان کې د یوې ټولشموله ادارې په رامنځته کېدو هم ټینګار شوی دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني غړي داوود اساس چې دا لېدنې کتنې یې له نېږدې څارلي، دویچه ویله ته وویل: «له تېرو دوو ورځو راهيسي چې په ترکيه کې د افغانستان له پاره د امریکا د استازي او سیاسي رهبرانو ترمنځ کومې غونډې چې روانې دي، پردې بحث شوی چې امریکا ولې افغانستان ته شا کړه او افغانستان دې حد ته ورسیدی، امریکا په دې اړه سیاسیونو ته خپلې مجبورۍ ویلي دي.»

پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو په انقره کې څه پریکړې کړي؟

اساس دا هم وویل، چې په دې ناستو کې د امریکا او افغان سیاستوالو ترمنځ پر رامنځته شویو بې باوریو هم خبرې شوي او ډېرې خبرې په دې ورټولې وې چې د افغانستان له پاره په راتلونکې کې څه کولای شي؟

 «څنګه وکولای شي چې امریکا په طالبانو فشارونه ډېر او بندیزونه وضع کړي چې طالبان دې اړ کړي چې هغوی یا ګډ حکومت جوړ کړي او یا هم انتخاباتو ته ولاړ شي.»

دغه افغان سیاستوال ادعا کوي چې امریکا غواړي د پخواني قوماندان احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو ضد پوځي مقاومت ملاتړ وکړي.

دريم محور

په واشنګټن کې افغان شنونکي واحد فقیري دویچه ویله ته وویل، د افغان کشالې د حل له پاره د یو دریم خپلواک او ولسواک محور رامنځته کېدو هڅه کیږي، خو امریکا یې په مقابل کې خنډونه جوړوي: »دا هم ښايي چې امریکا دې ته هڅولې وي چې د یو دیموکرات، اګاه او مستقل محور د جوړېدو مخه ونیسي او دغه کمکي جنګسالاران او د پخوانيو جنګسالارانو زامن سره راټول کړي او د دغسې یو محور د جوړېدو مخه ونیسي.»

 دغه امریکا میشتی سیاسي کارپوه زیاتوي چې په کور دننه او بهر کې پر طالبانو بې باوري ډېره شوې ده.

نړېوال په ځانګړي توګه امریکا نور له طالبانو ناهیلې ده او غواړي ددغسې سیاسي منډو ترړو په مټ په طالبانو فشارونه ډېر کړي.

فقیري وویل، هلته طالبانو هم ددغسې فشارونو د کمولو له پاره وار له مخه لویې جرګې ته ورته د یو جوړښت رامنځته کولو هوډ کړی.