1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پخوانیو چارواکو او سیاسي څېرو په انقره کې څه پریکړې کړي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یو شمير سیاسي څېرې، د سیاسي ګوندونو مشران او د پخواني حکومت چارواکي په لومړي ځل د ترکیې په انقره کې راټول شوي ول څو «د افغانستان د ژغورنې له پاره د ملي مقاومت يوه عالي شورا» رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/4BTH0
Berlin Konferenz über die Zukunft Afghanistans
انځور: Reuters

د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشتې  په نیمایي کې واک ته د طالبانو له رسیدو سره همهاله زیاتره سیاسي څیرو او د سیاسي ګوندونو مشرانو هېواد پریښود او تر اوسه په مختلفو هېوادونو کې ژوند کوي.

خو تېره شپه په لومړي ځل سیاسي څیرې او پخواني  چارواکي چې ډېری یې د طالبانو سره د هغوی د تیرې دورې پرمهال د جنګ مخینه لري، په انقره کې د عبدالرشید دوستم په کور کې سره راټول شوې وو او غونډه یې جوړه کړې وه.

د دغه غونډې یو ګډونوال چې نه غواړی په رپوټ کې یې نوم یاد شي دویچه ویله ته وویل، چې په دغه غونډه کې ۴۰ کسانو ګډون کړی وو او له ۹ ساعته خبرو اترو وروسته دغه پایلې ته ورسیدل، چې په لومړي ګام کې به طالبان د خبرو میز ته وغواړي او که طالبانو مذاکرات ونه منل، نو له پوځي لارې به لاس په کار شي.

دغه سرچینه وایي، چې مارشال عبدالرشید دوستم، عبدالرب رسول سیاف، حاجی محمد محقیق، عطا محمد نور، احمد ولي مسعود، میر رحمان رحماني، محمد علم ایزدیار، رحمت الله نبیل، د صلاح الدین رباني او اسماعیل خان استازو، لسګونه سیاسي څیرو، د پخواني پارلمان وکیلانو، یو شمېر پخوانیو وزیرانو او پخوانیو جنرالانو په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

یو شمېر سیاسي شخصيتونو چې په نورو هېوادونو کې ژوند کوي، په دغه غونډه کې یې په انلاین توګه برحه اخیستي وه.

د دغه غونډې ګډونوالو یو اوه ماده ییز پریکړه لیک نشر کړی او ویلې یې دي: «موږ ټول ګډون کوونکي په يوه صف کې د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا په نوم راټول شوي یو، څو د خپل ګران هېواد د دې ناوړه وضعیت څخه د خلاصولو لپاره هلې ځلې وکړو.»

په دغه اعلامیه کې زیاته شوې ده:«له طالبانو غواړو چې نور د هېواد ړنګولو او تباهۍ لامل نه شي او د مسایلو د حل لپاره د خبرو میز ته حاضر شي، تاريخي تجربو ښوولی چې هیڅ ډله د زور له لارې نشي کولی په دغه خاور دوامداره حکومت ولري.»

په دغه اعلامیه کې د دغه شورا د جوړښت هم وړاندې شوې دی او ویل شوي دي، چې دغه جوړښت به د عالي شورا اداره، رهبري شورا او ۱۰ کاري کمیټې ولري.

طالبانو تر اوسه د هر ډول مذاکراتو غوښتنې رد کړې دي او په وروستیو کې یې د مصالحې عالي شورا هم لغوه کړې ده. دغه ډله خپل حکومت مشروع بولي او وایي، که سیاسي څیرې غواړي کولی شي افغانستان ته ور وګرځي او عادي ژوند غوره کړي.

طالبانو تر اوسه په بهر کې د میشتو سیاسي څیرو اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي او دویچه ویله له هڅو سره ونه توانیده چې په دې اړه د طالبانو نظر واخلي.

په بهر کې د اپوزسیون جوړیدل؟

سیاسي څیرې او پخواني چارواکي چې د طالبانو واک ته له رسیدو وروسته یې هېواد پریښې، تر اوسه په واحده بڼه جوړښت نه دي بریالي شوي. هغوی د خلکو تر نیوکو لاندې دي، چې د پخوانی حکومت  له امکاناتو یې ګټه پورته  کړي او د طالبانو له لورې د واک ترلاسه کولو وروسته یې خلک پریښودل او بهرنیو هېوادونو ته ولاړل.

دغه سیاسې څیرې ځینې وخت اعلامیې نشروي او د افغانستان راتلونکي په اړه څرګندونې کوي خو معلومیږي چې د هغوی ترمنځ له وضعيت سره د چلن د څرنګوالي په اړه يووالي موجود نه دی.

د کابل تر سقوط وروسته د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود په پنجشیر کې د مقاومت جبهه رامنځته کړه، چې یو شمېر چارواکی او پخواني نظامیان یې غړي وو. خو دغه جبهې ونه شول کړلی چې زیات وخت لپاره د طالبانو په مقابل کې مقاومت وکړي.

اوسمهال دغه جبهه په پنجشیر، بغلان، تخار او سمنګان ولایتونو کې له طالبانو سره په پاشلي ډول نښتې لري.

»د افغانستان د ژغورنې ملی مقاومت شورا» د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې څخه ملاتړ کوي او دغه مقاومت یې « مشروع» بللې دی، خو معلومه نه ده چې د دوی ترمنځ تر کومې یووالی او همغږي موجوده ده.