1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغان ښځو د اجباري حجاب په اړه د اروپايي اتحاديې اندېښنه

۱۴۰۱ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

د اروپايي اتحادېې چارواکو د ښځو د حجاب په اړه د طالبانو د نوي فرمان په اړه اندېښنه ښودلې ده. د ناروې د بهرنيو چارو وزارت هم په دې اړه غبرګون ښودلی او ويلي دي چې د طالبانو دغه فرمان «په بشپړه توګه د نه منلو» دی.

https://p.dw.com/p/4B2rK
Afghanistan Kabul | Frauendemonstration für Taliban
انځور: Wakil Kohsar/AFP

د طالبانو نوی فرمان چې په هغې کې يې ښځو ته په عامه ځایونو کې د برقع یا چادري اغوستلو امر کړی دی، په هیواد دننه او بهر ېې انديښنې او غبرګونونو راپارولي دي.

د اروپايي اتحادېې د بهرني سیاست مسئول، جوزپ بورل، د طالبانو د دغه تصمیم په اړه د اندېښنې په ښودلو ټينګار کړی چې په افغانستان کې نارینه او ښځينه حق لري چې د لباسونو د اغوستلو په طرز کې په خپله تصمیم ونیسي. بورل پر ټويټر ليکلي دي: «طالبان باید تعلیمي، روغتيايي، اقتصادي او امنيتي ستونزو ته رسیدګي وکړي او د افغانستان خلکو او بشري حقونو په تړاو خپلو کړو ژمنو ته درناوي وکړي.»

د افغانستان له پاره د اروپايي اتحادېې ځانګړي استازي، توماس نیکلسون، د یکشنبې ورځې په مازدیګر په کابل کې د طالبانو له سرپرست خارجه وزیر، امیرخان متقی او د معارف سرپرست وزیر، مولوي نورالله منیر، سره کتلي او خبرې کړي دي.

د نجونو د ښوونځيو د بیرته خلاصیدو هيڅ څرګ

نیکلسون پر ټويټر ليکلي دي چې طالب چارواکو سره ېې په کتنه کې د طالبانو له خوا پر ښځو د حجاب د تحیمل، او ښځو ته د طالبانو دغه وړاندیز چې د اوسیدو له پاره ېې تر ټولو ښه ځای کور دی او د نجونو ښوونځيو د تړلي پاتي کیدو په اړه د اروپايي اتحادېې انديښنې شريکې کړي دي.

هغه د خپل ټويټ په یوه برخه کې داسې لیکلي دي: «ما همدارنګه طالبانو سره د دوی له خوا پر ښځو د حجاب او مخ پټولو د تحمیلولو په تړاو چې (دا لږ تر لږه د دغه هیواد د لویو برخو د دود او کلتور خلاف دی) د اروپايي اتحادېې ژوره انديښنه شریکه کړه.»

په افغانستان کې د اروپايي اتحادېې دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د طالبانو د معارف له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ېې موندلې ده چې د ښوونځيو د بیرته فعالولو د وخت هيڅ نښه نښانه شتون نه لري.

د انديښنو شریکول

هغه زیاته کړې ده چې په دغه کتنه کې ېې طالبانو سره د اروپايي اتحادېې د تعامل کولو په تړاو د اتحادېې هغه شک او شبهې هم شريکي کړي چې د ښوونځيو تر تړل کیدو وروسته ورته پیدا شوي دي.

د اروپايي اتحادېې ځانګړې استازي له دې نه علاوه امیرخان متقي سره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له خوا د امنيت د تامین او د طالبانو پر توان او وړتیا د هغوی د ښکاره نه اعتماد لرلو پر موضوع هم خبرې کړي دي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازې سره د کتنې په تړاو خپره شوې اعلامیه کې دغو ټکو ته اشاره نه ده کړې یوازې دومره ېې ويلي دي چې توماس نیکلسون د اقتصاد، معارف، خلکو ته د کار زمینو برابرولو او امنيتي مسایلو په برخو کې د خپلو هڅو په ادامې له امیرخان متقی سره خبرې کړي دي او د ستونزو د حل یوازینې لار ېې د خبرو اترو ادامه ښودلې ده.

ناروې هم د طالبانو پر فرمان سخته نیوکه کړې

 ناروې د طالبانو پر وروستي فرمان چې پر افغان ښځو ېې په عامه ځایونو کې د بشپړ حجاب اغوستل اجباري کړی، سخته نیوکه کړې ده. ناروې د افغانستان نوو واکمنانو ته خبرداری ورکړی چې دوی دغه «هیواد انساني، اقتصادي او د بشري حقونو فاجعې لور ته بيايي.»

د ناروې د بهرنيو چارو د مرستيال وزير، هنريک تون، له خوا په یوه اعلاميه کې ويل شوي دي: «زه دغه اعلان سخت په غوصه کړی یم چې په افغانستان کې ښځې باید په عامه ځایونو کې خپل مخ پټ کړي، موټر ونه شي چلولی او یوازې په هغه وخت کې چې ضرور وي له کوره وشي وتلی.»

تون ويلي دي چې دغه فرمان «په بشپړه توګه د نه منلو» دی. هغه وايي سربيره پردې چې طالبان اوس په واک کې هم دي خو «دوی لا هم منزوي او د حکومت نه استازولي کولي.»

له بل لورې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، توماس وست هم د طالبانو پر دغه فرمان خپله ژوره انديښنه ښودلې ده. هغه ویلي دي: «دغه فرمان د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.» هغه زیاته کړې ده: «د ښځو په تړاو د طالبانو سیاست، د بشر حقونو ته توهین دی او همدارنګه به له نړیوالې ټولنې سره د هغوی پر روابطو منفي اغیز ولري.»

د حجاب د نه رعایت په صورت کې مجازات

د طالبانو د امر باالمعرف و نهي عن المنکر وزارت د شنبې په ورځ د ښځو د حجاب د نوعیت په اړه یو فرمان صادر کړ چې د طالبانو د حکومت له خوا تائيد شوی دی.

په دغه فرمان کې ښځو ته امر شوی چې په عامه ځایونو کې سر تر پښو بشپړ حجاب يا چادري واغوندي او خبرداری ېې ورکړی چې د فرمان د نه رعایت په صورت کې به ېې نارینه خپلوان مجازات شي.

په دغه فرمان کې همدارنګه ټینګار شوی دی چې د ښځو له پاره تر ټولو ښه ځای کور دی او هغه ښځې چې کار کوي او د کار پر وخت مخ نه پټوي له کاره به وښکل شي.

 طالبانو د ۱۹۹۶ تر ۲۰۲۱م کال ترمنځ پر افغانستان د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر وخت هم پر ښځو دې ته ورته محدودیتونه وضع کړي ول.

آ/م.ک.ص./ن.ز.