1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر فیسبوک یو پوسټ؛ د طالبانو څو ورځی زندان؟

امید دیدار
۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې داسي رپوټونه خپريږي چې په ټولنيزو رسنيو کې پر يوې ليکني يا پوسټ باندي خلک نيول کيږي او آن دا چې شکنجه کيږي هم. خو طالبان څه وايي؟

https://p.dw.com/p/4JfQH
Afghanistan Kabul | Frauen Protestieren gegen Gewalt gegen Hazara
انځور: AFP/Getty Images

د هلمند ولایت یو اوسېدونکی چې موږ یې په حمید مستعار نوم یادوو، کابو میاشت مخکې د طالبانو ځايي ادارې په دې جرم زندان ته اچولی و چې پر خواله رسنیو یې د دغې ډلې پر حکومت نیوکه کړې وه.

هغه دویچه ویله ته په خپلو استول شویو غږیزو پیغامونو کې ویلي دي چې طالبانو په دې تور زندان ته اچولی و، چې ګنې ده پر خواله رسنیو په ځانګړي ډول فیسبوک لیکنې کړي او دا چې دغه لیکنې د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغات ګڼي.

نوموړي وویل، له بنده د ازادېد پر وخت ورته طالبانو ویلي چې دی تر څار لاندې دی او دا چې هېچا سره ګرځېدای يا کېناستلی نه شي.

حمید وايي: «راته یې وویل چې له هېچا سره ګرځېدلی نه شئ. چا سره کېناستلی نه شئ. تاسې تر څارنې لاندې یاست. زه اوس د بندي په شکل په کور کې ناست یم او پټ ګرځم. ژوند مې په خطر کې دی. کور ته څو ځلي راغلي دي.»

د هلمند دې اوسېدونکي وویل، ژوند یې په خطر کې دی او هره ورځ د طالبانو له لوري ګواښل کېږي.نوموړی وايي، په افغانستان کې ځوانان په ډېرو کوچنیو خبرو وهل کېږي، زنداني کېږي او آن خپل ژوند بایلي.

په کابل کې د طالب بندیانو له بند څخه وروسته زندان
په کابل کې د طالب بندیانو له بند څخه وروسته زندان انځور: STRINGER/REUTERS

هاخوا د کونړ ولایت یوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، کور ته پر لار و، چې د طالبانو د استخباراتو له موټر ښکته او ریاست ته یې یوړ؛ خو دی په خپله ګناه نه و خبر.

نوموړي وویل: «په ټکسي کې کور ته روان و، چې په لاره کې راته د امنیت کسان ناست وو. له موټر یې ښکته کړم، رد بد یې راته وویل او ملي امنیت ته یې یوړم. هلته یې رانه موبایل او هر څه واخستل. راته یې ویل چې تا د افغانستان بیرغ پوسټ کړی او طالبانو پسې تبلیغات کوې. زه حیران شوم. تر ماښامه یې هلته بندي کړی وم، بیا یې په دې ضمانت پرېښودم چې نور به هېڅ شی نه لیکم.»

د طالبانو د حکومت له پیل راهیسې دې ته ورته ګڼې ادعاوې او شکایتونه راغلي چې دغې ډلې د څو پوسټونو او کوچنیو لیکنو پر سر ځوانان بندیان کړي او آن دا، چې تر شکنجې لاندې د وژل کېدو ناتایید شوي راپورونه هم موجود دي.

په افغانستان کې د ټولنیزو فعالانو د نیولو ادامه

په وروستۍ پېښه کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د یوه لیکوال او کتاب پلورونکي ظاهر عمار کورنۍ ادعا لري چې طالبانو ظاهر عمار د یوه پوسټ پر سر زنداني کړی و او دوی ته یې د مړي، ژوندي درک نه و مالوم. ظاهر عمار د ننګرهار برېښنا ریاست ویاند هم دی.

د ظاهر عمار ورور قهار کمال دویچه ویله ته وویل، مشر ورور یې د اکتوبر میاشتې پر ۱۱ نېټه استخباراتو پورې اړوند کسانو له خپل دفتر وړی و، خو له درې ورځو څېړنو او تحقیقاتو وروسته خوشې شو، خو د ازادېدو په سبا یې بیا نیولی او زنداني کړی و.

هغه دویچه ویله ته لیکلي: «د همغې ورځې په سبا بیا زنګ راغی چې ظاهر عمار بېرته راولئ، موږ هم همداسې وکړل کله چې رياست ته ورغلو فقد يې ظاهر دننه بوت موږ ته يې وویل چې تاسې لاړ شئ، موږ له دې کس څخه تحقیقات کوو بیا تاسې ته خبر درکوو.»

د لیکوال او کتاب پلورونکي ظاهر عمار کورنۍ ادعا لري، چې نوموړی یوازې د فیسبوک د یوه پوسټ پر سر نیول شوی و او بل هېڅ جرم یې نه درلود.

طالبان پر خواله رسنیو لیکنې د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغات ګڼي
طالبان پر خواله رسنیو لیکنې د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغات ګڼيانځور: Z. F.

د ظاهر عمار له نیول کېدو وروسته ډېرو لیکوالانو، شاعرانو او د خواله رسنیو کارونکو د هغه د خوشې کولو له پاره کمپاین هم پیل کړی و، چې دوه ورځې وړاندې د هغه ورور پر خپل فیسبوک لیکلي، چې ورور یې ظاهر عمار د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت ځايي چارواکو او طالب ویاندویانو د فیسبوک د پوسټونو او په ځانګړي ډول د لیکوال او کتاب پلورونکي ظاهر عمار د نیولو په اړه د دویچه ویله د خبریال پوښتنو ته ځواب ور نه کړ.

ملا هيبت الله: د پخواني حکومت غړي مه مجازات کوئ

د بشري حقونو بېلابېلو بنسټونو په افغانستان کې د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو پر اوسني حالت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې طالبان د بندیزونو پر لګولو سره له بشري حقونو سرغړاونه کوي.