پاکستان: ۲۵۰۰ ازبکستاني جنگیالي په افغانستان کې حضور لري
۱۴۰۴ اسفند ۵, سهشنبه
د افغانستان له پاره د پاکستان ځانگړي استازي، محمد صادق د ایکس پر شبکې لیکلي چې له خپل ازبکستاني سیال سره یې یوه مجازي غونډه درلوده او د هغو امنیتي گواښونو په هکله یې خبرې کړې دي، چې له افغانستان څخه دواړو هیوادونو ته متوجه دي.
نوموړي په دې بیان سره چې په کابل کې د طالبانو اداره «د په زرونو ترهگرو کوربه توب کوي» زیاته کړې ده : « د رپوټونو له مخې، په افغانستان کې د ازبک ترهگرو شمیر له ۲۵۰۰ څخه اضافه دی چې ښايي د پاکستان له تحریک طالبانو څخه وروسته دوهمه ستره ترهگره ډله وي.»
د پاکستان استازي دغه موضوع په داسې یوه وخت کې مطرح کوي چې د دواړو هیوادونو مناسبات د طالبانو له ادارې سره سخت ترینگلي سوي او دوې ورځې مخکې د پاکستان پوځ د افغانستان پر دوو ولایتونو هوايي بریدونه ترسره کړل.
د طالبانو له پرله پسې انکار سره سره، پر پاکستان سربیره، په سیمه کې ځیني نور هیوادونه هم په افغانستان کې د ترهگرو ډلو په هکله اندیښمن دي.
اړونده موضوع: پاکستان د مرګوني برید په تړاو د طالبانو ډیپلومات احضار کړ
په افغانستان کې د ترهگرو ډلو په هکله د روسیې ارقام
د روسیې، په نړۍ کې هغه هیواد چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی دی، د بهرنیو چارو وزارت، په خپله ویبپاڼه کې په یوه مطلب کې ویلي دي چې اوسمهال په افغانستان کې له ۲۰ زرو څخه تر ۲۳ زرو پورې ترهگر جنگیالي فعالیت لري چې له نیمایي څخه زیات یې بهرني اتباع دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دغه ویبپاڼه کې راغلي دي چې په اصلي ډلو کې د شاوخوا ۳۰۰۰ غړو په لرلو سره د داعش خراسان ډله، له ۵۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰ غړو پورې په لرلو سره د پاکستان تحریک طالبان، القاعده چې له ۴۰۰ څخه ۱۵۰۰ پورې غړي لري، له ۳۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ پورې غړو په لرلو سره د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنگ، د ازبکستان اسلامي غورځنگ چې اوس "د ترکستان اسلامي گوند" نومیږي، او له ۱۵۰ څخه تر ۵۰۰ غړي لري او جماعت انصارالله چې له ۱۵۰ څخه تر ۲۵۰ غړي لري، شاملیږي.
طالبان: په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ وسله واله ډله فعالیت نه لري
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو حضور "بې اساس" بللی دی.
د طالبانو د ادارې د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د ایکس پر شبکې په یوه پیغام کې لیکلي چې په سیاسي چارو کې د ملگرو ملتو د سازمان د عمومي منشي له مرستیالې، روزماري دیکارلو یې ټیلیفوني خبرې درلودې او د نورو ترڅنگ یې د پاکستان د وروستیو هوايی بریدونو په هکله خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې د ملکی کسانو وژنه ښيی چې له ترهگرو ډلو څخه د افغانستان د کوربه توب په هکله د پاکستان ادعا سمه نه ده.
نوموړي وزارت په دغه اعلامیه کې د متقي له قوله لیکلي دي: «په افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله موجوده نه ده او ټولې خواوې، لکه ډیپلوماټیک هیئت، کولای سي د وروستي هوايي برید له سیمې څخه لیدنه وکړي او وضعیت له نیژدو ارزیابي کړي.»
د ملکي تلفاتو په هکله د ملگرو ملتو او بخښنې نړیوال سازمان اندیښنه
میرمن دیکارلو او ملگرو ملتونو تر اوسه ددغې ټیلیفوني اړیکې د جزیاتو په هکله څه نه دي ویلي، خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هغې په وروستي برید کې د ملکي کسانو د تلفاتو په هکله خپله ژوره اندیښنه څرگنده کړې او ویلی یې دي چې "د هوايی بریدونو موضوع به د ملگرو ملتو د سازمان له غړو هیوادونو او ټولو خواوو سره مطرح کړي."
که څه هم پاکستان ادعا کوي چې په دغو بریدونو کې یې ۷۰ تر ۸۰ تنه پورې «وسله وال» وژلي دي، خو د بشري حقونو سازمان د ملکی تلفاتو له امله اندیښنه ښودلې ده.
په افغانستان کې د ملگرو ملتو مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي دي چې په دغو بریدونو کې یې د لږترلږه ۱۳ ملکي کسانو د وژل کیدو په هکله یې مؤقتي رپوټونه ترلاسه کړي دي.
د طالبانو ادارې ویلي دي چې د ننگرهار ولایت د بهسودو په ولسوالۍ کې په هوايی بریدونو کې د ښځو او کوچنیانو په گډون ۱۸ ملکي کسان وژل سوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې "د افغانستان د ننگرهار په ولایت کې د فبرورۍ پر ۲۱ مه او ۲۲ مه دپاکستان د هوايی بریدونو په نتیجه کې د ملکي کسانو د تلفاتو په تړاو رپوټونو له امله په ژوره توگه اندیښمن دی."
اړونده موضوع: په اسلام آباد کې برید؛ پاکستان وايي ځانمرګی د ننګرهار وو
نوموړي سازمان ویلی چې دغه پیښه باید په خپلواکه او بې طرفه توگه وڅېړل سي: "دا اول ځل نه دی چې ملکیان له زور څخه د استفادې فشار زغمي. مخکې له دې، په افغانستان کې د ملگرو ملتو د سازمان مرستندویه هیئت، د ۲۰۲۵ م کال د اکتوبر او ډسمبر په منځ کې، هغه وخت چې د طالبانو د ځواکونو او پاکستاني پوځ ترمنځ سرحدې شخړې او نښتې شدیدې سوې، د ۷۰ ملکی کسانو وژل کیدل او نورو ۴۷۸ تنو زخمی کیدل د پاکستان د پوځ ځواکونو ته نسبت ورکړي وو."
په افغانستان کې د بشری حقونو په وضعیت کې د ملگرو ملتو د سازمان ځانگړي استازي، ریچارد بنت هم د ایکس پر شبکې په خپل پیغام کې ورته غوښتنه کړې او لیکلي یې دي: "زه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نوي شخړې په نتیجه کې د گڼ شمېر کوچنیانو او نورو ملکي کسانو د وژنې له رپوټونو څخه په ژوره توگه اندیښمن یم."