1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بګټي: تر اوسه نژدې نیم میلیون افغان خپل هېواد ته ستانه شوي

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

د پاکستان د کورنيو چارو موقت وزیر وايي د قانوني اسنادو پرته مهاجرو د اخراج لړۍ له پيل راهیسې نژدې نيم ميلیون افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي. بګټي وايي يو شمېر قانوني اسناد لرونکي افغانان چې سیاسي فعالیتونه کوي هم وباسي.

https://p.dw.com/p/4ZxhR
Afghanistan Rückkehrer aus Pakistan
انځور: Ryaz Sayed/DW

د پاکستان د کورنیو چارو موقت وزير، سرفراز بُګټي، د جمعې په ورځ (د دسمبر ۸مه) په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې له ۴۸۲ زرو ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د بُکټي په خبره چې له دې ډلې ۹۰ سلنه افغانان په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

خو تر دې مخکې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې پاکستاني چارواکي له افغان مهاجرو سره بد چلند کوي او هغوی دې ته اړ باسي چې له دغه هېواده ووځي. 

بګټي همدارنګه وويل چې پلان لري لس داسې افغانان هم اخراج کړي چې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو په سیاسي فعالیتونو کې ښکيل دي. هغه په دې هکله وويل: «په دغه هېواد کې يوازې پاکستاني وګړي د سیاسي فعالیتونو اجازه لري. که هر بهرنی په سیاست کې ښکيل وموندل شي، نو فوراً به اخراجيږي.»

خو هغه د دغو لسو افغانانو نومونه په ډاګه نه کړل او نه ېې هم په پاکستان کې د هغوی د سیاسي فعالیتونه په هکله جزئیات ورکړل.

د پاکستان حکومت ادعا کوي چې د دغه هېواد په وسلوالو بریدونو کې افغانان لاس لري او همدا ېې د اخراج دلیل بولي. خو ترڅنګ دا هم وايي چې د اخراج دغه کمپاین يې یوازې د افغان مهاجرو په تړاو نه بلکې اکثرو هغو بهرنیو مهاجرو له پاره پیل کړی چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

پاکستان دوه میاشتې مخکې وويل چې په دغه هېواد کې ۱ اعشاریه ۷ میلیونه میشت افغانان د اوسېدو قانوني اسناد نلري.
پاکستان دوه میاشتې مخکې وويل چې په دغه هېواد کې ۱ اعشاریه ۷ میلیونه میشت افغانان د اوسېدو قانوني اسناد نلري.انځور: FAROOQ NAEEM/AFP/Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له اسلام آباده غوښتي چې د افغانانو د اوسېدو موده دې وغځوي، خو پاکستان ېې دغه غوښتنه نه ده منلې. د طالبانو حکومت وايي چې افغان مهاجر د پاکستان په ناامنيو کې لاس نه لري. شنونکي هم په دې آند دي چې د افغان مهاجرو د اخراج مسئله د پاکستان له انتخاباتو سره تړاو لري.

د پاکستان موقت داخله وزير وويل چې د اخراج په لومړني پړاو کې چې په حاضر وخت کې روان دی، یوازې هغه افغانان چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري شامل دي خو هغه په ورته وخت کې وايي هر افغان به خپل هېواد ته ستنیږي، ځکه پاکستان ېې له ۴۰ کاله کوربتوب کړی دی.

ډېر شمېر داسې افغانان هم شته چې د لسیزو په جریان کې ېې د پاکستان تابعیت ترلاسه کړی، هغوی هیله مند دي چې پاکستان به ېې په زوره نه اخراجوي.

خو د بګټي څرګندونې د نژدې ۱ اعشاریه ۴ ميلیونه هغو افغانانو په منځ کې د اندېښنه راولاړوي چې په پاکستان کې راجستر شوي دي.

پاکستان دوه میاشتې مخکې وويل چې په دغه هېواد کې ۱ اعشاریه ۷ میلیونه میشت افغانان د اوسېدو قانوني اسناد نلري. پاکستان دغو افغانانو ته یوه میاشت وخت ورکړ چې په خپله خوښه له دغه هېواده ووځي، که نه د نومبر مياشتې له لومړۍ به ونیول او وایستل شي. 

په پاکستان کې د پخوانیو افغان مهاجرو سربېره، په۲۰۲۱م کال پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته، له نیم ميلیون ډېر نور افغانان هم پاکستان ته مهاجر شول.

په پاکستان کې د کډوالو ناخواله وضعیت