1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او هند په کشمير کې د اوربند ژمنه کړې

۱۳۹۹ اسفند ۷, پنجشنبه

پاکستان او هند ژمنه کړې چې د لانجمنې سيمې کشمير پر سرحد به پر يو بل ډزې نه کوي. د دواړو لورو چارواکو د ۲۰۰۳م کال د اوربند تړون چې تر ډېره له پامه غورځول شوی، د عملي کولو ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/3ptHS
Kaschmir | Indien | Pakistan | Grenze | Chakothi
انځور: AFP/Getty Images/A. Qureshi

د اسوشېتد پريس خبري آژانس په حواله دا خبره نن، پنجشنبه (د فيبرورۍ ۲۵مه نيټه) د دواړو خواو لوړ پوړو چارواکو کړې ده. که چېرې دا ژمنه په رښتيا پر ځای شي نو دا د هيمالايا د دې سيمې پر سر لانجه کې د ترنګلتياو د کمولو په برخه کې يو ستر ګام وي.

د هند او پاکستان پوځونه په کشمير کې پر يو بل په منظم ډول د توپونو، توغنديو او همدا راز د سپکو وسلو ګوزارونه کوي چې د اوربند له اصلي تړون تر لاسليکيدو راهيسې یې په سونه کسان وژلي دي.

دواړو اړخونو له طرفه د جاري کړل شوې ګډې اعلامیې په حواله دا ځل د دواړو هيوادونو پوځونو د جنرالانو په کچه د يوه تلیفوني تماس له لارې په شفاعي توګه تفاهم ته د رسيدو ژمنه کړې ده.

په اعلامیه کې زياته شوې: «دواړو خواو د ټولو تړونونو په کلکه توګه د عملي کولو ژمنه وکړه او د کنترول د کرښې په اوږدو کې پر يو بل د ډزې نه کولو هوډ يې هم څرګند کړ.»

په اعلاميه کې ويل شوې: «د ځانګړو تلیفوني تماسونو او پر سرحد د بيرغ د جګولو د مراسمو موجود ميکانيزم به د ناڅاپي لانجمنې پېښې او سوتفاهم د له منځه وړولو له پاره وکارول شي.»

د ترينګلتياو اوږد تاريخ

د جنوبي آسيا دا دوه ګاونډي هيوادونه د ترخو اړيکو يو اوږد تاريخ لري. پاکستاني چارواکي وايي چې هند تر اوسه په تیرو اتلسو کلونو کې د اوربند له تړون څخه ۱۳۰۰ ځله سرغړونه کړې ده.

هند هم همدا راز د پاکستان له خوا د اوربند له تړون څخه د سرغړونې بې شمیره موارد په ګوته کوي.

Indien Kashmir | Indischer Soldat
په سرينګر کې هم پر لويه لاره هند پوستې جوړې کړي ديانځور: Sajad Hameed/Pacific Press/picture alliance

دواړه خواوې تر اوسه په څو ځلي په کشمير کې په نښتو کې ښکيل شوي او ملکي وګړي یې هم په دې نښتو کې بند پاته شوي دي. هر کال په دې ډول نښتو کې په لسونو انسانان وژل کيږي. خو د هند او پاکستان اړيکي په ۲۰۱۹م کال کې هغه وخت ډېر ترينګلې شوې چې پاکستان د هند يوه څرخي الوتکه را نسکوره کړه او يو پېلوټ يې ونيو.

پاکستان دا کار د هندي الوتکې له خوا په پاکستان کې د وسله والو پر پټنځايونو د هوايي بريد په ځواب کې وکړ. هند هغه وخت ويلي ول چې هغه پاکستان ميشته وسله واله ډلې یې په نخښه کړې چې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې یې د هند پر نيمه پوځي ځواک د ځانمرګي بريد پړه منلې وه. په دغه بريد کې ۴۰ سرتيري وژل شوي ول. له هغه وخت راهيسې د دواړو هيوادونو ترمنځ د سولې پروسه درېدلې ده.

د تازه ژمنې انګیزه څه ده؟

دا روښانه نه ده چې اوس دواړه خواوې څه دې ته اړي کړي دي چې ځانګړی تليفوني تماس یې ټينګ کړی خو پاکستان تل پر دې ټينګار کوي چې نړيواله ټولنه دې هند له دغه هيواد سره ديالوګ ته اماده کړي څو په سيمه کې ثبات تضمين شي.

پاکستان دا هم غواړي چې هند خپله هغه پريکړه لغوه کړي چې له مخې د هند حکومت د دغه هيواد تر ولکې لاندې کشمير اکثريت مسلمان ميشته سيمه په دوو اداري ساحو جمو او کشمير او لداخ وويشله چې د نوي ډهلي له لوري به اداره کيږي. دې کار د سرحد پر دواړو خواو سخته غوسه را وپاروله.

اړونده موضوع: پاکستان د ممبئي بريدونو يو شکمن تمويل کوونکی نيولی دی

هند تل پر پاکستان د «هند- ضد ياغيانو» د روزنې تور لګوي او دا چې پاکستان دغه وسله والو ته په هند کې دننه د بريدونو له پاره وسله هم ورکوي.

خو پاکستان دا تورونه ردوي او وايي چې د کشمير له وګړو څخه چې د هند حاکميت نه غواړي، يوازې ديپلوماتيک او اخلاقي ملاتړ کوي. د هند تر ولکې لاندې کشمير کې له ۱۹۸۹م کال راهیسې بیلتون غوښتونکي د هند پر ضد جګړه کوي. تر اوسه په دې وسله وال پاڅون او د هند د پوځي عمليات په ترڅ کې تر ۷۰۰۰۰ زيات انسانان وژل شوي دي.

 ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه: