1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستان د ممبئي بريدونو يو شکمن تمويل کوونکی نيولی دی

۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبه

د پاکستان امنيتي ځواکونو د لشکر طيبه وسله والې ډلې يو شکمن مشر نيولی دی چې د ۲۰۰۸ کال د هند د ممبئي بريدونو تر شا ښايي ولاړ وي. په هغه باندې د تروريزم د تمويل تور پورې شوی دی.

https://p.dw.com/p/3nSIX
Zaki-ur-Rehman Lakhvi
انځور: Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان د ترهګرۍ ضد پوليسو يوه چارواکي، شکيل احمد،‌ وويل چې د لشکر طيبه دغه شکمن مشر چې ذکي الرحمن لکهوي نوميږي، د تروريزم د تمويل په تور د پاکستان په لاهور ښار کې نيول شوی دی. لکهوي ښايي د لشکر طيبه ډلې مشر وي چې د ۲۰۰۸ کال د ممبئي بريدونه يې تنظيم کړي ول.

د ممبئي په بريدونو کې ۱۶۶ تنه ووژل شول. لکهوي تر دغه بريد يوازې يو څو ورځې وروسته ونيول شو،‌ خو په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان د محکمو له خوا بېرته خوشې شو. پاکستاني چارواکي اوس دا تور هم لګوي چې لکهوي يو درملتون چلولی دی چې هدف يې د وسله والو فعاليتونو تمويل وو.‌

ویل کیږي چې لکهوي د حافظ سعيد په جماعت الدعوه نومې خيريه سازمان کې هم مهم رول لوبولی دی چې ښايي د لشکر طيبه يوه څانګه وي. حافظ سعيد چې د متحده آيالاتو د عدليې وزارت له خوا يو نړيوال ترهګر بلل کيږي، اوسمهال په پاکستان کې په زندان کې دی.

Pakistan Indien Anschläge von Mumbai Taj Hotel
انځور: picture-alliance/dpa

د لشکر طيبه شبکې په وړاندې کوټلي ګامونه

حافظ سعيد په تېرو مياشتو کې په بېلابېلو مواردو کې په بند محکوم شوی وو. د پاکستان حکومت د سعيد له خوا چلېدونکې د مسجدونو،‌ ښوونځيو او خيريه سازمانونو شبکه او نوره شتمني هم ضبط کړې ده.

د پاکستان او هندوستان تر منځ اړيکې په ۲۰۰۸ کال کې د هند پر اقتصادي زړه ممبئي باندې تر بريد وروسته خړې پړې شوې وې. دغو دوو رقيبو هېوادونو په ۱۹۴۷ کال کې له بريتانيا څخه تر خپلواکۍ اخيستلو راهيسې دوه جنګونه سره کړي دي.

AP/ ن ص/خ ح