1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان پر هند د غلطو خبرونو د کمپاين تور ولګاوه

۱۳۹۹ آذر ۲۲, شنبه

پاکستان پر خپل اصلي حريف هند تور لګولی چې د اوږدې مودې د تېرايستنې او غلطو خبرونو کمپاين يې د دوی په وړاندې چلولی دی. پاکستان اوس غواړي‌ نړيوالو ته شکايت هم وکړي.

https://p.dw.com/p/3mc2A
Screenshot euvsdisinfo.eu
انځور: euvsdisinfo.eu

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير ادعا کړې چې هند په دې هڅه وو چې نړيواله ټولنه د غلطو خبرونو د ويبپاڼو او ساختګي ټولنو د لارې د پاکستان په هکله تېر باسي او په دې سره يې په بېلابېلو برخو کې لاسوهنه کړې. نوموړي د دې خبرې په کولو سره د «اي يو ديس اينفو لېب» په نوم د يوې نادولتي ټولنې له رپوټ څخه نقل قول کړی دی.

په دغه رپوټ کې د سلګونو غلطو رسنيو او ټولنو يوه شبکه په ګوته شوې چې په خبره يې په اروپايي اتحاديه او ملګرو ملتونو کې د هند په ګټه اجنډا مخ ته وړې څو خپل اصلي حريفان بدنامه کړي، په تېره پاکستان.

د EU DisinfoLab غير دولتي‌ ټولنې د دغې شکمنې شبکې او د هند د حکومت تر منځ‌ کومه مستقيمه اړيکه نه ده په ګوته کړې او د رويټرز خبري اژانس چې په هکله يې راپور ورکړی،‌ هم په دې هکله کوم خپلواک شواهد په اختيار کې نه لري.

بلې خوا ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، شاه محمود قريشي، په يوه خبري ناسته کې وويل چې «نن سبا، هند په نړيوال نظام کې لاسوهنه کوي او ورڅخه د خپلو شومو طرحو له پاره ناوړه ګټه اخلي.» هغه زياته کړه چې د هند حکومت دغه شبکه تمويلوي.

هند دغه تورونه ردوي

قريشي پر ملګرو ملتونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر شورا غږ وکړ چې سمدلاسه پلټنه پيل او «لس غلطې نادولتي ټولنې چې پاکستان ته د ضرر رسولو په موخه هند جوړې کړې دي» له نوملړ څخه وباسي. 

نوي ډهلي دغه تورونه رد کړي دي او ويلي يې دي چې هغه پاکستان دی چې غلط خبرونه خپروي. د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند، انوراګ سريواستاوه، يوې خبري ناستې ته وويل چې «د يوې بامسئوليته دموکراسۍ په توګه هند له غلطو معلوماتو کار نه اخلي.»

د EU DisinfoLab رپوټ کې دا هم راغلي چې د هند خبري اژانس ANI يوازنی خبري اژانس دی چې د غلطو خبرونو د يادې شبکې موادو ته په لويه پيمانه پوښښ‌ ورکوي. 

رويټرز/ن ص/ا ا

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: