1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان هند د «تروريزم په ملاتړ» تورن کړ

۱۳۹۹ آبان ۲۴, شنبه

پاکستان پر هند تور پورې کړ چې «له ترهګرۍ څخه دولتي ملاتړ» کوي او پر نړيوالې ټولنې يې هم غږ هم وکړ چې مداخله وکړي څو په سويلي آسيا کې سوله او ثبات تضمين شي.

https://p.dw.com/p/3lI7q
Pakistan Shah Mehmood Qureshi, Außenminister
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، شاه محمود قريشي، وويل چې د ملګرو ملتونو د امنيت له شورا، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ له سازمان او نورو ټولنو څخه يې غوښتي چې «هند دې ته راولي چې په پاکستان کې د تروريزم دولتي ملاتړ ودروي.» 

قريشي د ژورناليستانو په وړاندې وويل چې «پاکستان پخوا هم له خپلو اصلي نړيوالو شريکانو سره خپلې اندېښنې شريکې کړې وې. موږ اوس نړۍ ته نه ردېدونکی ثبوت هم وړاندې کوو څو وښيو چې د هند دولت په پاکستان کې په مستقيمه توګه له ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي چې د بې ګناه پاکستانيانو د مړينې پايله يې لرلې ده.»

په مطبوعاتي کنفراس کې پوځيان هم حاضر ول

د پوځ له وياند، بريد جنرال افتخار بابر، سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قريشي وويل چې هند په فعاله توګه د پاکستان بې ثباتۍ ته کار کوي او هڅه کوي چې د ډېرو ميليونو ډالرو په ارزښت د چين او پاکستان د اقتصادي‌ دهليز د جوړولو چارې ټکنۍ کړي.

بابر په پاکستان کې د هند د ښکېلتيا په هکله جزئيات ورکړل، چې د اجنټانو نومونه هم پکې شامل ول او تشريح يې کړه چې پيسې څنګه لېږل کيږي څو په پاکستان کې تروريستي فعاليتونه تمويل شي.

Shah Mahmood Qureshi pakistanischer Außenminister UN Generalversammlung
انځور: Permanent Mission of Pakistan in UN

«په افغانستان کې د هند سفارتونه د تروريزم تمويل کوي»

هغه ادعا وکړه چې د هند سفارتونه او قونسلګرۍ، په تېره په افغانستان کې هغه مرکزونه دي چېرته چې تروريستي فعاليتونه پلان او تمويل کيږي.

د نړيوالې مداخلې له پاره د قريشي غوښتنه يوه ورځ وروسته له هغه کيږي چې پاکستاني او هندي سرحدي ځواکونو د کشمير په ناندرئيزه سيمه کې يو پر بل ډزې وکړې چې په پایله کې یې دواړو لورو ته پوځي او ملکي تلفات اوښتي دي. دغه په اتومي وسلو سمبال ګاونډيان دواړه د کشمير ټوله خاوره خپل ملکيت بولي چې په سر يې دوه جګړې هم سره کړې دي.‌هند لا دغو تازه تورونو ته ځواب نه دی ويلی. 

dpa/ن ص/خ ح