1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر ولسمشر غني وروسته طالبانو هم د اوربند اعلان وکړ

۱۳۹۷ خرداد ۱۹, شنبه

د افغان ولسشمر اشرف غني له خوا وسلوالو طالبانو سره د موقتی اوربند تر اعلان وروسته، اوس طالبانو هم د راتلونکي اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی. طالبانو ويلي چې په دغه اوربند کې به بهرني ځواکونو شامل نه وي.

https://p.dw.com/p/2zCPj
Afghanistan Taliban-Gruppe unterstüzt TAPI-Projekt
د آرشيف انځورانځور: DW/S. Tanha

وسلوالو طالبانو د روژې مياشتې په پای د کوچني اختر په درو ورځو کې د اوربند اعلان کړی دی.

د افغانستان د وسلوالو طالبانو ډلې لخوا په يوه خپره شوې اعلاميه کې چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د جون نهمه) خپره شوې، راغلي دي چې په دغه اوربند کې به بهرني ځواکونه شامل نه وي. دغې ډله ويلي دي چې، که چيرته د دغو ځواکونو له خوا پر دوې حملې کيږي نو دوی به په هر حالت کې له ځانه دفاع کوي.

ناټو او روسیې د ولسمشر غني د اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی

ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند اعلان کړ

د روژې مبارکه مياشت د رمضان مياشتې په پاي کې هغه وخت پاي ته رسيږي کله چې ديني عالمان په لمړي ځل د دغې مياشتې په ۲۹مه يا ۳۰مه نيټه نوې مياشت وويني. په همدې دليل طالبانو د خپل اوربند دقيقه نيټه نه ده ښودلي.

د طالبانو له خوا د اوربند اعلان، د افغانستان د دولت له خوا د اوربند تر اعلانيدو وروسته اعلانیږي. د افغانستان ولسمشر اشرف غني د تيرې پنجشنبې په ورځ طالبانو سره پرته له کوم شرط د اوربند اعلان کړی وو. غني ويلي وو چې دغه اوربند به پرته له کوم شرطه د اکثرو وسلوالو ډلو سره اجرا کيږي خو د «اسلامي دولت» يا داعش او القاعدې په شان ډلې به په کې نه وي شاملې.

د اشرف غني له خوا د اوربند اعلان وروسته له هغې وشو چې د افغانستان ديني عالمانو په کابل کې په يوه غونډه کې په افغانستان کې د ځانوژونکو او بمي بريدونو پر ضد فتوا صادر کړه. هغوی همدا راز د وسلوالو طالبانو سره د اوربند وړانديز هم وکړ. افغان ولسشمر اشرف غني د ديني عالمانو له دغه وړانديز څخه هرکلی او د جون مياشتې تر ۲۰مې (غبرګولې ۳۰) يې د اوربند اعلان وکړ.