1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو او روسیې د ولسمشر غني د اوربند له اعلان څخه هرکلی کړی

۱۳۹۷ خرداد ۱۷, پنجشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د «روژې له ۲۷ د کوچني اختر تر پنځمې ورځي» پوري د طالبانو پر وړاندي د یو اوربند اعلان وکړ. ناټو او روسیې ترې هرکلی کړی. د طالبانو یوه ویاند فرانس پرس ته وویل چې مشران به یي پرې غور وکړي.

https://p.dw.com/p/2z4b0
Jens Stoltenberg NATO Generalsekretär
انځور: Reuters/Y. Herman

د افغانستان ولسشمر محمد اشرف غني نن (پنجشنبه د ۲۰۱۸ میلادي کال د جون اومه) د یوې اوونۍ له پاره د روژې مياشتي د وروستيو درو ورځو او د کوچني اختر د لمانځونو په خاطر د طالبانو پر وړاندي د اوربند اعلان وکړ. خو هغه وویل چې د داعش او نورو تروریستي ډلو پرضد به د حکومت پوځي عملیات دوام ولري.

د طالبانو رژیم له نسکوریدو څخه کابو ۱۷ کاله وروسته دا لومړی ځل دی چې حکومت په داسي یوه اقدام لاس پوري کوي.

غني له هغه وروسته د دغه اوربند اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د دیني علماوو یوه غونډه جوړه شوه. دیني علماو په دغه غونډه کې د یوې فتوا په صادرولو سره «ځانمرگي بریدونه او تروریزم حرام او غیر اسلامي» وگڼل. هغوی د جگړې له ټولو اړخونو څخه وغوښتل چې جگړه ودروي او د سولې خبرو اترو ته سره کښینې.

په هغه وینا پاڼه کې چې د حکومت په رسمي ویب پاڼه کې خپره شوې ده غني دغې غونډې ته په اشارې سره ويلي دي:«په همدې خاطر د روژې د مبارکې میاشتې له ۲۷ نیټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې پورې اوربند اعلانوم او په عین وخت کې د هيواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هدایت ورکول کیږي چې د اوربند پر مهال پر افغان وسله والو طالبانو خپل ټول تهاجمي عملیات متوقف کړي، خو د داعش، القاعدې او نورو بین المللي تروریستي شبکو پر ضد به عملیات ادامه ولري.»

غني په خپله وینا کې د دیني علماوو د فتوا هرکلی وکړ او ويې ويل:«د افغانستان اسلامي جمهوريت دولت د هیواد د علماوو د دغې متفقې فتوا تر اعلان وروسته نه یوازې دا چې د دغې فتوا د موادو او محتوا ملاتړ کوي، بلکې د هیواد د علماوو په غونډه کې د اوربند له ضمني پیشنهاد څخه هم ملاتړ کوي او ورسره موافق دی.» هغه زیاته کړه:«په راتلونکې اوونۍ کې به په یوه لویه غونډه کې د اوربند جزئیات شریک شي.»

د دغه رپوټ تر جوړیدو پروې لا تراوسه طالبانو څه نه دي ويلي چې آیا د حکومت د اوربند وړاندیز مني که نه. خو د فرانس پرس خبري آژانس د یوه رپوټ له مخې د طالبان یوه ویاند ‌ذبیح الله مجاهد، دغه خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ به د اوربند موضوع له خپلو چارواکو سره شریکه کړو».

د ناټو او روسیې غبرګون

Afghanistan Präsident Ghani besucht die Provinz Paktia
انځور: DW/F. Zahir

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبیرګ، له طالبانو سره د افغان ولسمشر پرته له قید او شرط څخه اوربند هرکلی کړی دی. هغه پر طالبانو غږ کړی چې خپلې وسلې پر ځمکه کښیږدي او د سولې په هکله خبري وکړي. 

د ناټو عمومي منشي وویل: «د اوربند اعلان د ولسمشر غني او افغان حکومت جدیتوب ښيي... زه پر طالبانو غږ کوم چې له اوربند سره یو ځای شي.» د ستولتنبرګ په خبره طالبان به د جګړې په ډګر کې بریالي نه شي، د هغوی له پاره یواځنې لاره ده چې یو حل لارې ته د رسیدو په خاطر د خبرو اترو میز ته کښیني.»


د انتر فاکس د خبري آژانس د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ځانګړي استازی ضمیر کابلوف، له قوله لیکلي دي چې روسیه د دغه اوربند هرکلی کوي، خو په دې هکله په شک کې دي چې آیا طالبان به له اوربند سره یو ځای شي او که نه. 

په فبروري میاشت کې غني له طالبانو سره د سولې د خبراترو په اړوند یو پلان وړاندي کړ چې په هغه کې دغې ډلې ته د ځینو نورو امتیازاتو پر منلو سر بیره د یوه «سیاسي گوند» په توگه د هغې په رسمت پیژندل او یو اوربند هم شامل دي.

طالبانو په رسمي توگه د دغه پلان په وړاندې کوم ځواب ور نه کړ، خو د «خندق» تر نامه لاندې د خپل پسرلني عملیاتو اعلان یې وکړ چې ښايی هدف یې له دغه پلان سره مخالفت وي. څارونکي د افغانستان د سولې دغه پلان هراړخیز او بې ساری گڼي.

تیره میاشت د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت وویل چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي له افغان حکومت سره په پټو خبرو اترو کې پر یوه احتمالي اوربند غږیږي.

په افغانستان کې د ناتو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د افغانستان له دننه څخه په پنتاگون کې خبریالانو ته د «تیلفوني کنفرانس» له لاري وویل: «د صحنې تر شا ځيني دیپلوماتیک فعالیتونه او دیالگونه روان دي.»

څارونکي وايی چې د یوه اوربند په رامنځ ته کیدو سره به د افغانستان جگړه ځپلو ولسي خلکو ته یوه غټه هوساینه وي.