1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: 22 کلن پاکستانی د محاکمې په ټولو 86 ټکو کي مجرم ثابت سوی

۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۵, چهارشنبه

په ممبي کي د ترهګرو بريد کونکو څخه يوازنی پاته سوی پاکستاني امير اجمل قصاب ته تيره ورځ د محاکمې پرېکړه واوريدل سوه...

https://p.dw.com/p/NEcJ
اجمل قصاب په 2008 ميلادي کال کي په ممبي کي د بريدونو پر مهال
اجمل قصاب په 2008 ميلادي کال کي په ممبي کي د بريدونو پر مهالانځور: AP

لوی څارنوال اوجوال نيکام د محاکمې په پای کې وويل، چې محکمې ته 22 کلن پاکستانی د محاکمې په ټولو 86 ټکو کې مجرم ثابت شوی. دوو تنو نورو هندوستانيانو ته چې ورسره جغت تر محاکمه لاندې نيول شوي وو، برائت ورکړل شوی.

محکمې ته دا ثابته شوې، چې قصاب د 2008 ميلادي کال د نوومبر په مياشت کې، له پاکستان څخه د فعاليت کوونکې ترهگري ډلې لشکر طيبه نورو غړو سره په گډه درې ورځې په ممبې يا پخوانۍ بمبيي کې يرغمل نيولي، پر لوکسو هوټلونو او نورو ودانيو باندې يې حمله کړې وه. هغه مهال د9 تنو ترهگرانو په شمول ټول 175 کسان ووژل شول.

د قصاب سزا به په څو راتلونکو ورځو کې ټاکل کيږي، لوی څارنوال ورته د مرگ سزا غوښتې، کومه چې د اکثره هندوانو له نظره مناسبه ښکاري. د نوموړي جرم لا نه وو اعلان شوی، چې د اوتار پراديش د ايالت په آگره نومي ښار کې مسلمانانو د محکوم انځورونه وسوځول. د اوتار پراديش په ايالت کې له هندي ملسمانانو گڼ شمېر اوسيږي.

محمکې پاکستانی قصاب د نورو تر څنگ، د خون او هندي دولت په وړاندې د جگړه مار په تور ملامت وباله. د هندوانو په نزد د هندي مسلمانانو په هکله بدگماني د بمبيي له ترهگري يرغلونو څخه وروسته ډېره زياته شوېده. نو ځکه په آگره کې مسلمانان د قصاب د مرگ غوښتنه کوي.

«دا کس په هندي ژبه څرگندوي: هندوستان يو صلحيز هېواد دئ، د ده ټول ملگري هغه وخت د ٢٠٠٨ ميلادي کال د نوومبر په مياشت کې ووژل شول، خو يواځې اجمل قصاب پاتې شو. حکومت بايد هغه هم مړ کړی وای. دلته د وسله والو د پاره ځای نشته.»

متی وړاندې کاږي، په ممبيي کې د حملو څپو نه يواځې د هند مذهبې ډلې زيانمنې کړې، بلکه د هند او پاکستان په ناوړه اړيکو يې لا ناوړه اغېزه اچولې. د هندي څېړونکو په اند گذارونه په گاونډي هېواد پاکستان کې پلان شوي وو. د نوي ډهلې حکومت د هغه مسئوليت پر بنسټ پاله اسلامي ترهگره ډلې لشکرطيبه وراچوي.

په ممبی کې لوی څارنوال لا د پاکستاني استخباراتي ادارې ISI لاس هم پکښې شريک بولي.

پاکستان هم له لومړيو انکارونو وروسته اقرار وکړ، چې حمله د دوی له خاورې څخه پلان شوې او قصاب د دوی وگړی دئ. تېر کال پاکستان د ممبی د گذارونو په اړوند7 تنو ته دوسيې جوړې کړې، د کومو په ډله کې چې د لشکر طيبه مشر هم شامل وو.

Matthay, Sabine/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل